هلمند: سنګين کې د مالونو پر میله”ګنج”د ډیسي توپونو برید کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم دوشنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ پر زاړه بازار نن سهار د۲۱۵ميوندقول اردو د دوهمې لواء عسکرو پر سيمه یيزه ميله ياګنج او کورونو د ډي سې توپونو ډزې کړې او لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله ور اړولې ده.
ځایي خلک وایي، لومړنۍ شمیرې ښیي چې پیښه کې ۱۰کسان شهیدان شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

ویل کیږي، د ځینو ټپیانو حالت د اندیښنې وړ دی او ښایي د قربانیانو شمیره نوره هم پورته شي.
د سرچینو په حواله برید کې دغه راز لسګونه پسونه اوڅاروي هم تلف شوي او خلکو ته دروند مالي زیان اوښتی دی.
طالبانو پیښه بشرضده جنایت بللی، خو حکومت یې په اړه چوپتیا څرګنده کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکر په دغه ولایت کې یو بازار په نښه کوي، تیره میاشت یې هم په دغه ولایت کې یو بازار له ۲۰۰ دکانونو سره یوځای د بلډوزرونو په مټ نړولی وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: