اجل د رقيب راغى چې سپين توغ وهي وزرې/ صابر جان محصل
شبګير وهلې سترګو ته خوبونه به راځي
له ستړي سفر وروسته منزلونه به راځي
د هجر شپه سبا ده د وصال سپيدي چودلې
د سپين سبا عاشق ته وصالونه به راځي
له غيږي د خزانه بياد يار تر غيږي تګ دى
د خار تر پړاو شاته سره ګلونه به راځي
خزان کډه تړلې اوښان بار د قافلي دي
د هيلو غوټۍ ګل شوي بهارونه به راځي
د ظلم توره شپه ده ترږمۍ ده؛ لاره ورکه
د عدل سپين امام بل مشالونه به راځي
د جهل نابينا سترګي بينا په حقيقت شوي
په سترګو د شبکورو ديدنونه به راځي
اجل د رقيب راغى چي سپين توغ وهي وزري
تر سپين بيرغ نه لاندي ولسونه به راځي
شل کاله مو روژه وه په اميد د يوي ورځي
د قدر شپي راغلې اخترونه به راځي
د ميني په دنيا کي زه مين په ازادى يم
صابر په زړه زخمي يم ټکورونه به راځي