هم مو وژني او هم د تمسا اوښکې راباندې تویوي

خوږمن افغان

د کابل ادارې نن د خپلو بشر ضد جنایتونو په جریان کې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ د زاړه بازار سیمه ییزه میله یا ګنځ په نښه کړ، یاد برید نن سهار د۲۱۵ميوندقول اردو د دوهمې لیوا د عسکرو لخوا د ډي سي توپونو په وسیله ترسره سو چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله پکې اړولې ده، له دې سره سره د خلکو په لسګونه پسونه او څاروی هم تلف سوي او دروند مالي زیان ورته اوښتی.

یاد سوی وحشت د ۲۱۵ میوند قول اردو د عسکرو لخوا ترسره سوی دی، خو اوس غلام خبریالان او شیطانو رسنیو دغه وحشت ته بل ډول پوښښ ورکړ.

طلوع نیوز په ډېره بې شرمۍ سره د برید خبر داسې نشر کړ چې دلته طالبانو موټر بم ته انفجار ورکړی او ملکي خلکو ته پکې زیان اوښتی.

شمشاد نیوز هم پر خپله تویټر پاڼه لیکلي چې په هلمند سنګین کې موټر بم برید او توغندیو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د بسم الله وطندوست په نوم یوه کرایه سوي خبریال هم پر خپله فیسبوک پاڼه یوه اعلامیه نشر کړې چې پکې هڅه سوې ترڅو دغه برید ۲۱۵ میوند قول اردو ته منسوب نه سي، برید یې د طالبانو له لوري په دوو چاودنو یاد کړی،نوره یې زیاته کړې چې د دښمن دغه ادعا چې برید د ۲۱۵ میوند قول اردو له لوري تر سوی، حقیقت نلري.
په پای کې یې د برید قربانیانو ته د کفر پلوي اردو لخوا د تسلیت مراتب وړاندې کړي.

له دې سره سره له ارګ څخه په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې اشرف غني یاد برید یوه تروریستي حمله بللې، او دغه کړنه یې د انساني ارزښتونو خلاف بللې.
پر طالبانو یې ږغ کړی چې تاوتریخوالی کم کړي او د جګړې ختمول او مذاکرات پیلول دې ومني.

د اعلامیې په پای کې دغه فریبګر غلام د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندې کړی او ځان یې په دغه غم کې شریک ګڼلی.

خو حقیقت بل ډول دی، برید د ۲۱۵میوند قول اردو د ډیسي توپونو په توسط ترسره کړی، په دغه ځای کې نه کوم موټر بم انفجار سوی او نه هم دلته کوم طالب شتون درلود، په دې پېښه کې ژوبل سوي کسان په ویډیویې راپورونو کې وایې چې ډیسي توپونه یې راباندې وغورځول، خو بلخوا د کابل ادارې، دروغجنو رسنیو او کرایه سويو خبریالانو په ډېره بې ننګۍ سره دغه برید بلې خوا ته منسوب کړ، ارګ یې هم سمدستي په اړه اعلامیه خپره کړه،یاد برید یې وغندئ او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړ، د دوی دا ډول په اتفاق سره برید غندل او بلې خواته منسوبول دا جوتوي چې دغه پېښه له یوې فکري سرچینې څخه خړوبېدله، برید د اشرف غنی او ګوډاګیانو په خوښه سوی، خو دا چې تلفات یې زیات دي نو دوی دا هڅه وکړه تر څو برید ته بل رنګ ورکړي، پړه یې د طالبانو غاړې ته واړوي او سبا د ملکي تلفاتو په راپور کې د دغه پېښې شهیدان او ژوبل په طالبانو پسې سریښ کړي، ارګ دې اولس په یو څو کرښو اعلامیه نه غولوي، که ریښتیا له اولس سره دغه غم کې ځان شریک بولي نو د پیښې ځای ته دې خبریالان ولیږي، عاملین دې له قربانیانو معلوم کړي او حساب ته دې راکش کړي، که داسې نه کوي، وخت به ضرور د دغه کړنې عاملین رسوا کوي او حساب به ورسره کیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button