طالبانو په کندز ولایت کې هم ۲۰تنه عسکر خوشې کړل

عزم دوشنبه، ۹چنګاښ، ۱۳۹۹): طالبان وایي، د دولت د بندي عسکرو د ازادولو په لړ کې یې دا ځل د کندز په ولایت کې شل تنه نور عسکر هم له بنده خوشې کړي دي.

طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، خوشې شویو کسانو کې د ملي اردو عسکر او پولیس دواړه شامل دي او په وینا یې چې «د تیر په شان، له کومک ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.»
طالبانو په تیرو څو ورځو کې په هلمند، بدخشان، تخار او نن هم په کندز ولایت کې نږدې۱۰۰تنه دولتي عسکر له خپلو بندخونو خوشې کړي، خو ارګ یې په غبرګون کې تر اوسه تازه شمیر طالب بندیان نه دي آزاد کړي.

که څه هم حکومتي سرچینو تیرو څو ورځو کې د ۴۰۰نورو طالب زندانیانو له خوشې کولو خبر ورکړی وه، خو لا هم دا ژمنه نه ده عملي شوې او د شنونکو په باور چې حکومت هم هڅه کوي په یوه بله بهانه یې د سولې د مذاکراتو په مخ کې د خنډ او واک کې دبقاء لپاره، د خلاصون او آزادۍ لړۍ وځنډوي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button