ملا برادر اخند او مایک پمپیو د ویډیو کنفرانس له لارې پر مهمو مسائلو غږیدلي

عزم سه شنبه، ۱۰چنګاښ، ۱۳۹۹):د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې تیره ورځ د دوی د سیاسي دفتر مشر ملا برادر آخند او ورسره مل هیئت یې د امریکې خارجه وزیر مایک پمپیو او مل هئیت سره د ویډیو کانفرانس له لارې د افغانستان د روان وضعیت په هکله خبرې کړې دي.
شاهین زیاتوي« پدې ویډیویي تماس کې د دوحې د توافقنامې په تطبیق، له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو په وتلو، د بندیانو په خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو په پيل او د عملیاتو په کمښت بحث وشو. »

خبرپاڼه کې راغلي ملا برادر آخند د بین الافغاني خبرو پيل ته ژمنتیا ښوودلې او د شته خنډونو په هکله یې ویلي چې« لکه مخکې مو چې هم ویلي د بندیانو په خلاصون کې ځنډ بین الافغاني خبرې ځنډولې دي. همداشان، د کابل ادارې د عسکرو له لوري د اسلامي امارت مفتوحه سیمو کې د نویو پوستو جوړول او زمونږ له سیمو څخه د نظامی کاروانونو تیرول د حملو د زیاتوالي سبب ګرځیدلی دی. »

شاهین زیاتوي، ملا برادر آخند یادونه وکړه چې د توافقنامې مطابق مونږ چاته اجازه نه ورکوو د افغانستان خاوره د امریکې او نورو هیوادونو د امنیت په خلاف استعمال کړي او ترڅنګ یې پر امریکايي لوري غږ کړی دی چې «له افغانستانه د خارجي قواوو وتل باید د مهالویش مطابق دوام وکړي.»

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکې خارجه وزیر له طالب مشرانو سره په خبرو کې منلې ده چې طالبانو په ښارونو او لویو نظامي مراکزو په حملو نه کولو سره د جګړې ګراف ټیټ کړی، خو ټینګار یې کړی چې باید دټولوجهتونو له خوا دجګړې ګراف نور هم کم شي.

طالب ویاند ویلي چې د ویډیو کنفرانس په پای کې ملا برادر آخند د امریکې له خارجه وزیر څخه په امریکا کې د شته افغان بندیانو په ځانګړي ډول د حاجي بشر خلاصون غوښتی دی.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي”ابراهیم طاهریان” هم له طالب استازو سره په دوحه کې کتلي وه او د افغانستان د روان وضعیت سربیره یې د دواړو ګاونډیو هیوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: