د افغانستان معاصر جهاد د شریعت له نظره/ ۴۸ مه برخه

لیکنه مفتي عبد الله رشاد

د بندیانو د خلاصون په اړه د اسلامي امارت مسؤلیت او د یو څو تاریخي واقعاتو یادونه

په انساني تاریخ تر ټولو ضعیف ترین او مظلوم ترین خلک هغه دي، څوک چې د دښمن په بندیخانو کې شپې ، ورځي سبا کوي، هر رنګه اختیارات او آزادي ترې سلب شوي وي؛ د اسلام له نظره مسلمانان د یو جسد مثال لري، او یو مسلمان د بل مسلمان ورور بلل شوی دی، نو ځکه پر ازادو مسلمانانو باندي د خپل مظلوم ورور ازادېدل لازم دي، که موږ د تیر تاریخ مطالعه وکړو، هلته به ډیر داسي واقعات وګورو، چې د بندیانو د خلاصون په پار مسلمانانو خارق العاده کارونه کړي وي، تر څو خپل مظلوم مسلمان وروڼه د کفارو له منګولو څخه آزاد کړي، په دې هکله تر ټولو جالبه واقعه د ضرار د خلاصون په اړه د خالد بن ولید رضي الله تعالی عنه ده.

د ضرار د خلاصون لپاره د خالد اقتحامي عملیات

د اجنادَین په جنګ کې الله تعالی د مسلمانانو نصرت وکړ، درې زره رومیان يې ووژل، لس يې ستر ستر مشران ورته قتل کړل، په دې منځ کې ضرار رضي الله تعالی عنه د حمص د باچا زوی همدان هم وواژه، او رومیان په دې خبر شول چې د باچا د زوی قاتل يې ضرار دی، نو د انتقام لپاره يې ضرار ته کمین ونيوی.
په دې کمین کې سخت جنګ هم وشو، خو بالآخر ضرار سره له پنځو ملګرو په زخمي حالت کې دښمن ګرفتار کړل او د باچا حضور ته يې حاضر کړل.
کله چې د مسلمانانو د لښکر مشر ابو عبیدة بن الجراح رضي الله تعالی عنه د ضرار په اسارت خبر شو، نو سخت ورباندي خفه شو، ډیر يې وژړل او الله ته يي د خلاصون دعا وکړه، یو څو له درده ډک اشعار يې هم وویل.
خالد له ابو عبیده رضي الله تعالی عنه څخه اجازت وغوښت، چې د ضرار د خلاصون لپاره چې مي څه وس وي، ويې کړم؛ ابو عبیده رضي الله تعالی عنه هم اجازت ورکړ.
خالد د انصارو او مهاجرینو له سلو آس سپرو سرتیرو سره د تکبیر په بدرګه د رومیانو پر لښکر ور روان شو.
کله چې خالد د رومیانو لښکر ته ور ورسېد، نو ټول ملګري يې له آسونوه پیاده شول، توري يې له تېکو را وايستلې، او د زړورو جنګیالیو په شان د رومیانو د لښکرو په منځ کې ور روان شول، تر دې چې د رومیانو د باچا (ماهان) مقر ته ور ورسېدل، هلته د چوکیو پر ځای پر ځمکه ورته کښېناستل.
د خالد او د ماهان په منځ کې اوږده مباحثه پیل شوه، واقدي په فتوح الشام کې مفصله ذکر کړې ده، خو خالد د ماهان په جواب کې وویل: (ما أنتم بأشهى منا إلى الحرب. فتوح الشام: 1/ 178) چې تر تاسو موږ جنګ ته ډیر تږي یو، ستاسو لښکرو ته مو شکست ورکړی، الله له موږ سره دی، او ستا په غاړه کې به رسۍ در واچوم خوار او ذلیل به دي د عمر بن الخطاب په مخ کې حاضر کړم، تر څو دي په توره سر له تنه جدا کړي.
له دې سره ماهان ډیر په قهر شو، کله چې د ماهان ملګرو د خپل باچا قهر وليدی نو ويي غوښتل چې د خالد سر ووهي، خو بیا هم د ماهان د امر په انتظار ول.
ماهان خالد ته وویل: چې په مسیح مي دي قسم وي چې ډیر دي په قهر کړم، ستاسو هغه پنځه (بندي) ملګري به راولم او ستاسو په وړاندي به سرونه ترينه جدا کړم !!! فتوح الشام: 1/190
خالد ورته وویل: خبره واوره !!
ماهانه زه څه درته وایم !!
ته زما په نیزد تر دې هم خوار او ذلیل يې !!
خبردار !!
دا له تاسره چې زموږ (بندي) ملګري دي، هغه موږ ته داسي دي لکه خپل ځان، د الله په حق دعوت مي دي قسم وي! او د ابو بکر په بیعت او د عمر په خلافت مي دي قسم وي! که دي زموږ ملګري مړه کړل، په دې توره به دې ووژنم !!
او زموږ هر ملګری به د دغو پنځو بندیانو د هر بندي په مقابل کې ستا پنځه پنځه نفره او له دېنه هم زیات در وژني.
له دې سره خالد سمدستي ولاړ شو او توره يي له تیکي را وایستله، ټولو ملګرو يې هم توري وکښلې، او د لا اله الا الله اوازونه يې پورته کړل، د خالد د امر په انتظار ودرېدل.
کله چې ماهان د خالد مرګ ته مینه ولیدله، او دا يي یقین شو، چې په دې تورو کې مي مرګ دی، نو يي خالد ته وویل: چې مه کړه خالده تلواره مه کړه!! ما خو ته ازمایلې، ته روښتیا چې غیرتي يې، ستا د عزت په خاطر به ټول بندیان در ازاد کړم.
له دې سره ماهان ټول بندیان، خالد ته وسپارل او په دې توګه خالد خپلو اسیرو ملګرو ته نجات ورکړ او خپل لښکر ته ستون شو.
خالد رضي الله تعالی عنه ځکه دا له خطره ډک کار وکړ، چې د بندیانو خلاصلون يې د ځان وجېبه ګڼلي وه، په حدیث کې راځي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: د چا په وړاندي چې د یو مسلمان ذلّت کیږي، او سره له قدرته، دی د هغه کومک ونکړي، الله به يې په ورځ د قیامت د خلکو په وړاندي ذلیل کړي. أخرجه أحمدُ 3/487، وعنه الطَّبرانيُّ في «الكبيرِ» 6/73، عن سهلِ بنِ سعدٍ رضي اللهُ عنه.

منصور هم د یو بندي د ازادېدلو لپاره د دښمن پر ستر ښار عملیات تر سره کړل

يوه ورځ منصور له غزا را ستون شو، له یوې ښځي سره مخ شو، هغې ورته وویل: چې منصوره ته په خپله خوشحاله ژوند کوه، او زه دي په خفګان او ژړا کې یم!!
منصور وپوښتله چې څه قیصه ده؟ هغې ورته وویل: چې په فلاني ښار کې مي زوی بندي دی، او د زوی له بند څخه سخته کړېږم، له دې سره منصور لښکر تیار کړ، هغه ښار ته ولاړ، ښار يې محاصره کړ، او بالآخر مسلمان بندیان يې را ازاد کړل. نفح الطيب من غصن الاندلس الرطيب ت إحسان عباس (1/ 597).

د بندیانو خلاصون د اسلام له نظره !!

د بندیانو خلاصون ته اسلام دومره اهمیت ورکړی، چې په خپله نبي کریم صلی الله علیه وسلم به په لمانځه کې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره دعا کوله، او ویل به يې: یا الله عیاش بن ابي ربیعه را خلاص کړې، یا الله سلمة بن هشام را خلاص کړې. . . أخرجه البخاريُّ (771)، ومسلمٌ (675) عن أبي هُريرةَ رضي اللهُ عنه
د بخاري په حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم د بندیانو د خلاصون حکم کوي او فرمايي: په نس وږی موړ کړئ، د مریض پوښتنه وکړئ او بندي ته نجات ورکړئ. صحيح البخاري: 17/115.

مشهور حنفي عالم ابو بکر جصاص رحمه الله، د بندیانو خلاصون یو واجب امر ګڼي. احکام القرآن: 1/58.

علامه ابن حجر په فتح الباري: 6/167 کې د علامه ابن بطال رحمه الله خبره نقل کړې ده چې وايي: د اسیر خلاصون واجب علی الکفایه دی، او دا د جمهورو قول دی.

عِزْ بن عبد السلام رحمه الله وایي: چې د اسیر خلاصون تر ټولو غوره عبادت دی، او دی وايي: چې ځینو علماؤ دا هم ویلي: چې یو مسلمان چې کله بندي شي، نو پر موږ باندي د هغه د خلاصون لپاره تر هغو قتال واجب دی تر څو مو را ازاد کړی نه وي. احکام الجهاد وفضائله: 97 .

د وا معتصماه چیغه او د عموریې فتحه !!!

د عباسي خلیفه هارون رشید د زوی معتصم بالله په وخت کې یوه رومي یوه عربي ښځه په عموریه (اوسنۍ ترکیه) کې وهله، هغې به له بې وسي څخه د وا معتصماه نارې وهلې، هلته یو عربي د دغي ښځي فریاد واورېدی، او معتصم بالله ته يې را ورساوی، هغه ته يې وویل: چې په عموریه کې یوه رومي یوه مسلمانه عربي ښځه وهله، خو هغې به له بې وسي څخه د وامعتصماه نارې وهلې.
له دې سره معتصم بالله د دغي ښځي د انتقام لپاره ستر لښکر تیار کړ، د عموريې پر لور روان شو، کله چې هلته ورسېدی، پر دښمن يې حمله وکړه او عموریه يې فتح کړه، او د مظلومي ښځي فریاد يې واورېدی.

یاده قیصه تاریخونو نقل کړې، که څه هم په سند کې يې خبره شته، خو دومره ترینه ثابتیږي، چې مسلمان حاکم د یو مسلماني مظلومي ښځي اواز واورېدی او د هغې د انتقام لپاره يې پر عموریه باندي ستره حمله وکړه، او د عموريې ستر ښار يې فتح کړ.
په تیر تاریخ کې مسلمانانو ځکه د بندیانو د خلاصون لپاره فوځي ځواک کارولی، چې پر مسلمانانو باندي د بندیانو خلاصون یو شرعي وجیبه ده.

علامه قرطبي رحمه الله فرمايي: د بندیانو خلاصون پر ټولو مسلمانانو باندي واجب دی، یا به يې د مټو په زور خلاصوي، او یا به يي په پيسو. تفسیر قرطبي : 5/257.

د سیند ویاړمنه فتح هم د یو څو اسیرو مسلمانانو د خلاصون له امله را منځته شوه

د وليد بن عبد الملک د خلافت په دور کې د سیند (اوسني پاکستان) په ساحلي علاقو کې څه عرب تجاران میشت ول، هغوی هلته ودونه هم کړې ول، کله چې هغوی وفات شول، ښځي او یتیمان يې پاتي شول، نو د هغې جزېرې باچا دغه ښځي او ماشومان سره له ښو تحفو د میناء دَیبل له لاري د بصرې (عراق) پر لور سره له نورو مسلمانانو چې د حج اراده يې لرله په اتو کښتیو کې روان کړل، خو د هوا توندو څپو هغوی د سیند ساحل ته ووهل، هلته د سیند د قراصنه و له خوا اختطاف شول، حجاج چې په دې وخت کې د عراق والي و، د سیند له حکمران څخه يې د هغوی د خلاصون غوښتنه وکړه، خو هغه ورته وویل: چې دا ښځي غلو تښتولي دي، زه ما وس کار نه کوي، زه يې نشم ازادولی، خو په حقیقت کې دا ټول کار د دغه باچا و، نو له دې وروسته حجاج د دغو مسلمانانو د را خلاصولو لپاره دوه ځله لښکري ولېږلې، خو هغوی کامیاب نشول، بلکې مشران يې هم شهیدان شول، او په دې حال کې حجاج ته دا خبر ورسېدی چې د مسلمانانو ښځي د سیند د حکمران دیبل په بندیخانه کې بندیاني دي.
نو وروسته حجاج له ولید بن عبد الملک څخه اجازت وغوښت او د ځینو مورخینو په آند شل زره مجهز لښکر يې د محمد بن قاسم په مشري د سیند د فتح لپاره ولېږی، تاريخ خليفه: ص: 304 لیکي چې په دې وخت کې د محمد بن قاسم عمر اولس کاله و، الله رب العزت د ده په لاس سیند فتح کړ او د سیند باچا راجه داهر يې وواژه.
د دې ستري فتح اصل لامل هغه مظلوم اسیر مسلمانان ښځي او یتمان ول، چې د سیند له حکمران سره بندیان ول.

د بندیانو خلاصون او د اسلامي امارت مسؤلیت

د کب پر لسمه د اشغال د خاتمې د ویاړمني معاهدې تر ټولو مهم بند د بین الافغاني خبرو وړاندي د پنځه زره طالب بندیانو خلاصون دی، کله چې په یاد تعداد طالب بندیان ازاد شي، له هغه وروسته به بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي، خو نا کام دښمن مو د سولي په هر پړاو کې کوښښ کړی، تر څو خنډونه ایجاد او نا جائز امتیازات تر لاسه کړي، د بندیانو د خلاصون پروسه يې هم د دغو امتیازاتو ښکار ګرځولې، خو امارت اسلامي به د شرعي وجېبې او د خپلو اسلافو پر نقش قدم باندي د تللو له امله هیڅکله داسي څه ونکړي چې خپل مظلوم بندیان چې د اسلام او وطن په دفاع کې بندیان شوي؛ تر شا پرېږدي او هیر يې کړي، بلکې تر ټولو مهم ورته د خپلو مجاهدینو ازادېدل دي، چې لله الحمد په څو څو ځله يې دښمن ته په دې اړه امتحان هم ورکړی دی، ستاسو به یاد وي، چې د غزني پر محبس باندي امارت اسلامي د استشهادي مجاهدینو په مټ عملیات تر سره کړل او تر (400) پوري بندیان يي ازاد کړل، او دوه ځله يې د کندهار محبس مات کړ، چې یو ځل يې 1000 تنه او بل وار يې د تونل له لاري 500 مجاهدین په ډیرو سختو شرائطو کې آزاد کړل، او داسي نور ډیر واقعات چې یاد يې مستقله لیکنه غواړي، نو دښمن دي مطمئن اوسي، چې د سولي د توافق نامي تر ټولو مهم بند چې د پنخه زره طالب مجاهدینو ازادېدل دي؛ عملي نشي، تر هغو پوري نور د پروسې پرمختګ ممکن نه دي.

2020-07-02
نور بیا . . .

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button