روسیه: افغانستان کې له هیڅ کوم هیواد سره سیالي نه کوو

عزم جمعه، ۱۳چنګاښ، ۱۳۹۹):کابل کې د روسیې سفیر “دمیتری ژیرنوف” ویلي چې نه غواړي په افغانستان کې د نړۍ له هیڅ کوم هیواد سره اقتصادي یا هم سیاسي سیالي ولري.

نوموړي د اسپونتیک خبري شبکې ته ویلي، چین په جدي توګه غواړي د افغانستان په تیلو، مسو او نورو برخو کې پانګه اچونه وکړي اود یو کمربند یوې لارې په ګډون د دغه هیواد لپاره نورې پروژې هم خورا د اهمیت وړ دي.

نوموړي د هغه پښتو متل په تکرار سره چې “په یوه ګل نه پسرلی کیږي ” ویلي، افغانستان کې باید د سولې له راتګ سره ټول هیوادونه پانګه اچونه وکړي،« افغانستان لوی دی او ډیرو برخو کې پانګې اچونې ته اړتیا لري، مونږ “روسیه” په دې برخه کې له هیڅ کوم هیواد سره د افغانستان په برخه کې رقابت نه لرو»

روسی سفیر وایي؛ اوسمهال چین او امریکا زیات رقابت سره لري خو هیله یې ښوودلې چې افغانستان کې د سولې په راتګ سره به د نړۍ د لویو هیوادونو د پانګې اچونو له امله دا هیواد په یوه لوی سرمایه لرونکي هیواد تبدیل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button