عبدالله ابن مبارک (رحمه الله) فيصله او د صلیبيانو اوسني حاميان

 

س. بدري
وايي چې له مشهور تابعي عبدالله ابن مبارک (رحمه الله) څخه يو درزي (خياط) پوښتنه وکړه، چې زه ځينې خلک ښه پېژنم چې ظالمان دي، خو بيا هم د پيسو لپاره جامې ورته ګنډم، نو ايا زه خو به د ظالمانو په ملګريو کې نه شمېرل کېږم؟
عبدالله ابن مبارک صاحب ورته وفرمايل: ته خو خپله بالکل ظالم يې، خو آن هغه خلک هم د ظالمانو ملګري دي، څوک چې پر تا باندې ستن او تار خرڅوي.
نو که د عبدالله ابن مبارک صاحب دغه خبره نظر کې ونيسو، نو څه فکر کوئ چې د هغو خلکو به څه حال وي، کوم چې د صليبيانو له خوا تنخوا، ټوپک، جامه، خوراک او څښاک ورکول کيږي او بيا له هغوی سره يو ځای، يا د هغوی په امر او خوښه راځي، له خپلو مسلمانانو وروڼو سره جنګيږي، په خوب ويده مسلمانان شهيدانوي، له کفارو سره په يو غږ مجاهد ته ترهګر وايي، اسلامي نظام نه مني او د کفري ډيموکراسي په دفاع کې له مسلمانانو سره جګړه کوي!
ايا هغه خلک به وبښل شي، کوم چې له کفارو سره ملګرتيا کوي، پر هغوی وياړي، د دوست هېواد نوم ورکوي او د هغوی کفري نظامونه او قوانين په خپلو هېوادونو کې تطبيقوي. خو له اسلامي اخوت څخه قطعاً منکر دي، نور ټول مسلمانان خپل دښمنان بولي، اسلامي نظام نه مني، ډيموکراسي او فحشاء خپله سره کرښه ګڼي او د حق او باطل په جګړه کې د کفارو ملاتړ کوي او عملاً د هغوی په جبهه کې ودريږي.
تاسې د هغه کس د مسلمانۍ په اړه څه فکر کوئ، چې کفار ترې خوښ او راضي وي، کفارو سره هيڅ مشکل نه لري او په يوه کاسه ورسره خوري او څښي، خو ټول مسلمانان ترې خفه وي او دی هم له مسلمانانو مرور وي، خپل ملت کې ډاډه ژوند نه شي کولی او هر مسلمان او مجاهد خپل دښمن بولي.
نو ايا دغه ډول کسان به په خپله مسلمانۍ کې رښتيني وي؟!
همداراز هغه څوک چې د کفارو له خوا د مسلمانانو پر ضد مسلح کيږي، تربيه کيږي او اکمالات يې کيږي، بيا دغه کس په همدغو وسلو خپل مسلمانان وروڼه يوازې پر دې ګناه وژني، چې ولې اسلامي نظام غواړئ او ولې ډيموکراسي نه منئ؟! نو څه فکر کوئ چې دغه ډول خلک به د قيامت په ورځ د مسلمانانو په صف کې راپاڅول کيږي که د کفارو؟ حال دا چې دوی په دنياوي ژوند کې ښه په وياړ سره کفارو ته دوستان او مسلمانانو ته ترورستان او ترهګر ويل!
نو بناءً معلومه شوه چې دغه خلک هيڅکله د اسلام په دعوه کې رښتيني نه دي، بلکې د دوی زړونه د منافقت له امله تور شوي، د اسلام نور ترې الوتی او يوازې د دې لپاره د مسلمانۍ نارې وهي، څو په خپله ټولنه کې ژوند وکړی شي.
نو لازمه ده چې ټول مسلمانان وروڼه له دغه ډول منافقينو او د کفارو له دوستانو سره په کلکه مبارزه وکړي، له هغوی رابېل شي، اړيکې او معاملات ورسره ختم کړي او ان په شخصي ژوند کې دې هم له دغو خلکو سره هيڅ ډول ملاتړ او مرسته نه کوي.
که نه، خدای مه کړه که دوی سره مو ملګرتيا وکړه، تاسې به هم د دوی په صف کې راپاڅول شئ او د دوی صف خو هسې هم معلوم دی، دوی کفار خپل دوستان بولي او مسلمانانو ته ترهګر او ترورستان وايي. دوی د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې له کفارو سره يو ځای په يوه جبهه او يو صف کې راغونډ دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button