دولتي سرچینې: د طالب بندیانو د خلاصون لړۍ نن پیلیږي

عزم یکشنبه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۹):دولتي سرچینې وایي چې په پام کې ده د پاتې طالب بندیانو د آزدولو لړۍ نن ورځ پیل شي.

د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي رسنیو ته ویلي چې ښایي نن ۴۰۰طالب بندیان د بګرام او څرخي پله له زندانونو څخه ازاد شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې حکومت دغه اقدام د سولې پروسې د چټکتیا په هدف ترسره کوي او په خبره یې چې له طالبانو هم غواړي ترڅو ورته اقدامات ترسره کړي.

بلخوا بیا په کابل کې د امریکا سفیر ویلي چې نن به له موافقتنامې سره سم د پوره ۵۰۰۰طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ د پاي ته رسولو په موخه دسلګونو طالب بندیانو د خوشي کولو امر ورکړل شي.‬

تر دې مهاله شاوخوا ۳۶۰۰طالب بندیان د هیواد له بیلابیلو بندخونو آزاد شوي او ټاکل شوې ده چې پاتې شمیر یې هم ژر آزاد شي.
د طالبانو سرچینې وایي چې د دوی لخوا هم تر اوسه تر ۶۰۰زیات دولتي عسکر خوشې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: