بهرنیو چارو وزارت: له نن وروسته به قونسلي خدمتونه «افغان پُست» له خوا ترسره کېږي

عزم (یکشنبه، ۱۵، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د بهرنیو چارو وزارت وايي، د قونسلي خدمتونو په برخه کې د اسانتیا رامنځه کولو لپاره یې له افغان پُست دولتي شرکت سره تړون لاسلیک کړی، چې له دې وروسته به قونسلي خدمتونه یاد شرکت پرمخ وړي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان وګړو لپاره د قونسلي خدمتونو د رسولو په برخه کې د اړینو اسانتیاوو برابرولو، د مصدقه اسنادو د خدمتونو د وړاندې کولو د کچې لوړولو  او په خپل وخت سره د خدمتونو د ترسره کولو په موخه، د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست او د افغان پُست دولتي شرکت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د خبرپاڼې له مخې، د دې هوکړه لیک پر بنسټ، د وګړو مصدقه اسناد چې د بهرنیو چارو وزارت قونسلي چارو ریاست تصدیق ته اړتیا ولري، په کابل ښار کې به د پُستي شرکت د پنځلس پُست خونو او په هغو ۸ ښارونو کې چې د بهرنیو چارو وزارت نمایندګۍ فعالیت لري، د هرات، نیمروز، کندهار، کندوز، بلخ، بدخشان، پکتیا او ننګرهار ولایتونو په ګډون، د تصدیق خدمتونو او د اسنادو د لیږد او ویشلو، اته پُسټ خونو له لارې به سر نه ننه فعالیت ولري.

له دې وړاندې ګڼو خلکو شکایتونه کول، چې په بهرنیو چارو وزارت کې یې ځینې کوچني کارونه هم اوونۍ ـ اوونۍ وخت اخلي او د یاد وزارت کارکوونکي له رشوت پرته کار نه کوي.

ګڼ هغه افغان محصلان چې د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي، باید د خپلو زده کړو اسناد د بهرنیو چارو په وزارت کې تایید کړي، خو د دغه وزارت د یوې ورځې کار به څو میاشتې وخت اخیست.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button