طالبان: د جنګي مجرمینو په وړاندې د معافیت ناسم کلتور باید له منځه لاړ شي

عزم یکشنبه، ۱۵چنګاښ، ۱۳۹۹):طالبانو په خپله اونیزه تبصره کې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د افغان عسکرو لخوا د تیرې اونۍ برید ته چې په لسګونو ملکیان په کې ووژل شو، پام اړولی او ویلي یې دي چې«دا چې د پخوانیو اکثرو ورته پیښو برخلاف د سنګین د ټولوژنې اصلي عاملین معلوم شول، یو ښه پرمختګ و. خو د تأسف وړ دا وه چې رسنیو، د ملګرو ملتونو دفتر او د بشر د حقوقو استازو یوازې همدا خبره وکړه چې برید د کابل ادارې عسکرو کړی دی او بس. دوی له دې ور هاخوا چې باید دغه جنګي مجرمین ونیول شي، د محکمې میز ته ودرول شي او د ظالمانه قتلونو پوښتنه ترې وشي هیڅ هم ونه ویل»
په دغه بریدونه کې چې د ډیسي توپونو په مټ د ۲۱۵میوند قول اردو لخوا د څارویو د خرڅلاو پر یوه میله ترسره شول، پر مهال یې خلکو ته د ځاني زیان سربیره پراخ مالي زیانونه هم ور واوښتل او په لسګونو څاروي یې له منځه ولاړل.
طالبانو په پوښتونکې بڼه ویلي: آیا عدالت او بشري حقوق یوازې په دې سره تأمینیږي چې د جنګي جنایاتو په اړه کاغذي راپورونه او اعلامیې نشر شي او که له دې اعلامیو وروسته څه عملي اجراآت او حقدار ته د حق رسیدل هم غواړي.؟ «معلومه خبره ده چې په تشو اعلامیو، غندنو او مقصر معلومولو سره عدالت نه تأمین کیږي او نه هم د مظلومانو زړونه ټکوریږي. »

سرمقاله کې وړاندې راغلي چې د تأسف وړ خبره ده چې لا د سنګین د عاموژنې ټپیان په روغتونونوکې پراته دي او د یتمیانو له سترګو اوښکې بهیږي خو په عامه سطحه دا فاجعه تېره او هېره و بلل شوه او په خبره یې چې« په داسې حال کې چې عاملین یې د لمر په شان واضح معلوم دي نه په کې څوک ونیول شو، نه مجازات شو او نه د شهیدانو د کورنیو سره کومه رسمي خواخوږي وشوه»

طالبانو د پیښیدونکو جنګي جنایاتو په وړاندې داسې له بې تفاوتۍ او سهل انګارۍ ډک چلند په جنایت له پاسه بل جنایت او جفا ګڼلی او ټینګار یې کړی چې « د جنګي مجرمینو په وړاندې د معافیت دا نادرست کلتور باید له منځه لاړ شي او د سنګین د پيښې په شمول د جنګي جنایاتو ټول معلوم الحاله عاملین باید سزا وویني.»

د یادونې وړ ده چې د نړیوالوبشري ادارو لخوا  تر اوسه نه د سنګین پر غمیزه او نه هم تیرو کلونو کې د افغان او امریکایي ځواکونو لخوا د رامنځته کیدونکو ورته جنایاتو کومه څیړنه با هم ارزونه ترسره شوې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button