غرب یوازې دغه ډول (اسلام!) زغملای شي!

 

د جون میاشتي پر ۱۴مه نېټه مصري الاصلي کاناډایۍ ملحدې، لیکوالې او همجنسپالې “سارة حجازي” ځان وژنه وکړل.
خو، له اسلام څخه بې خبرو، له غربي تهذیب څخه متأثرو او دیني پلورالیستانو یې جنازه وکړه.
د تعجب وړ خبره داده چي:
– د جنازې لمونځ یې د ښځې په امامت ادا کړ.
– د جنازې په لمانځه کې نر او ښځې څنګ پر څنګ ولاړ ښکاري.
– او تر ټولو دردوونکې خبره داده چې په همدغه ورځ یې، د توحید او ایمان پالنې په مرکز “مسجد” کې د همجنسپالانو بیرغ هم ځوړند کړی ؤ.

نو، له دې حالت څخه دا خبره ډېره ښه څرګندېږي چې غرب بلا تشبه همداسې؛ سلاتې ته ورته اسلام زغملی او منلای شي.
خو! غرب هغه اسلام هیڅکله هم نه شي زغملی او منلی، کوم چې موږ ته د صحابه کرامو په سلسله او د سلفو صالحینو په فهم سره په بشپړه توګه رارسېدلی دی.
کفار د هر هغه چا مخالفت کوي کوم چي د حقیقي او بشپړ اسلام منونکي او غوښتونکي وي.

استاد غلام عمر عبدالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button