طالبان:ژورنالستان بايد د جګړو راپورونه په خپلواکه توګه خپاره کړي

afghani-raseni (1)

(عزم:پنجشنبه،۰۹تله،۹۴ ل) وروسته له هغه چې کندز ولايت د طالبانو لاس ته ولوېده بېلابېلو رسنيو يې په اړه ضد او نقيض خبرونه خپرول چې نا اډوله او يو طرفه ښکارېدل.

خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن رسنيو ته په ليږلي بريښناليک کې د کندز د نويو حالاتو د بيانولو تر څنګ دا هم ويلي چې رسنۍ بايد په خپلواکه توګه دپېښو خبرونه خپاره کړي او د کوم لوري پلوي ونه کړي.

ذبيح الله مجاهد ويلي چې نن سهار رسنيو خبرونه خپاره کړي دي چې له مخې يې ويل شوي چې د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د کندز ولايت مرکز بېرته له طالبانو نيول شوی او ځاني تلفات يې وراړولي دي.

خو ښاغلي مجاهد دا خبرونه رد کړل او ويلي يې دي چې د کابل اداره غواړي په دې خبرو خپلو عسکرو ته روحيه ورکړي.

ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبانو د يوه تکتيک له مخې عسکرو ته موقع ورکړې وه چې ښار ته نږدې شي چې وروسته پرې له هر لوري طالبانو بريدونه وکړل او عسکر له  ښار څخه وتښتېدل.

مجاهد ويلي چې مونږ له رسنيوڅخه مخکې هم غوښتي او اوس هم وايو چې دوی بايد خپل رسنيز رسالت په کامله توګه سرته ورسوي او د خپلو دندو خيال دې وساتي او حيثيت يې تر پښو لاندې نه کړي.

ذبيح الله مجاهد ويلي((نن مو د کندز په اړه هم د خپل ځانګړي ايميل له لارې ټولو رسنيو ته حقيقت واضح کړی مګر تر اوسه پوري زمونږ غبرګون چندان نه دی نشر شوی.

موږ يو ځل بيا په ټولو ژورنالستانو غږ کوو چې ځان يو طرفه ثابت نه کړي تر څو په راتلونکې کې خپل زورېدلي مسلمان اولس ته سر ټيټي نشي.))

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button