کونړ:د حکومت تر واک لاندې سیمه کې پاکستانۍ الوتکه تر سقوط سملاسي وروسته پاکستاني پوځ ترلاسه کړې

عزم سه شنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۹):چارواکي وایي چې د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پاکستانۍ بې پیلوټه الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله راپریوتې ده.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، پیښه بیګاه شپه د یادې ولسوالۍ اړوند د “کمر سر” سیمه کې رامنځته شوې او په وینا یې چې پاکستاني پوځیانو سملاسي د خپلې سقوط شوې چورلکې د ترلاسه کولو لپاره پوځي مداخله کړې او چورلکه یې ترلاسه کړې ده.

ددغه ولایت د والي ویاند عبدالغني مصمم وایي چې دغه ساحه د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده خو په وینا یې، داچې له سیمې د افغان عسکرو پوستې یوڅه لرې دي، نو له امله یې پاکستاني پوځیان یوکیلو متر ددافغانستان خاورې ته رادننه شوي او چورلکه یې له ځانه سره وړې ده.

د یادونې وړ ده چې ختیځو ولایتونو په تیره بیا کونړ کې، د تیرو کلونو پر مهال پاکستاني پوځیانو د حکومت ترکنترول لاندې سیمو کې بربنډه مداخله کوله او په زرګونو توپونه یې د کونړ پر بیلابیلو ولسوالیو واورول، خو د کابل حکومت یې پر وړاندې د هیڅ راز ځوابي اقدام جسارت ونه شوکړای.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button