ګڼو هیوادونو اسراییلو ته خبردای ورکړی، چې د فلسطینۍ خاورې له الحاق تېر شي

عزم سه شنبه، ۱۷چنګاښ، ۱۳۹۹):د بریتانیا، فرانسې او جرمني په ګډون ګڼو اروپایي هیوادونو اسرائیلو ته یوځل بیا خبرداری ورکړی چې له خپل هیواد سره د فلسطین د خاورې د تړلو له طرحې تیرشي.

د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ویلي، د دوستۍ له امله یوځل بیا «پر اسراییلو غږ کوم چې د فلسطیني خاورې الحاق یې په خیر نه دی نو باید ترې تېر شي. »
نوموړي ویلي، دا اقدام به ډیر ناوړه عواقب ولري او ښایي د نړۍ په کچه غبرګونونه ورته وښوودل شي.

بلخوا بیا د فرانسې، آلمان، مصر او اردن د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسرایلو لخوا د پیړۍ معاملې د عملي کولو او له خپلې خاورې سره د فلسطین د یوې برخې له الحاق سره څرګند مخالفت په ډاګه کړی او دا یې د بین المللي قوانینو صریح نقض یاد کړی دی.

د رویټرز په حواله، څلورو واړو هیوادونو ټینګار کړی، هرهغه پریکړه چې د ۱۹۶۷مکال له تړون سره ټکر ولري، او د نورې فلسطیني خاورې د نیول کیدو هڅه په کې وي، په څرګنده مخالفت کوي او د سختو عواقبو خبرداری ورکوي.
دوی زیاته کړې ده چې دا کار به له اسرایلو سره د دوی اړیکې هم زیانمنې کړي.
که څه هم په پام کې وه دا طرحه د جولای پر لومړۍ نیټه ابلاغ او عملي چارې یې پیل شوې وای، خو د اسرایلي مطبوعاتو په حواله چې کابینې ددې کار مخه ځکه ونیوله چې لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو غوښتل په دې توګه د فساد اړوند له خپلې دوسیې خلک اغفال کړي.
د یادونې وړ ده چې د فلسطین حماس ډلې هم خبرداری ورکړی چې له ټول نظامي زور څخه به کار واخلي او ددې طرحې د عملي کیدو مخه به ونیسي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button