شاباس طالبانو!!!

11751947_1469169030064392_5367258924890770549_n
ليکوال:حمزه افغان
له نن نه څوارلس کاله مخکې کله چي امریکا په افغانستان باندې یرغل وکړ،او د افغانستان اسلامي امارت یې له مینځه یوړ، نو یې په خپلو ظلمونو او وحشتونو لاس پورې کړ، تر څو د خلکو د ذهنونو څخه دا مفکوره هم ورکه کړي چي بیا به طالبان راځي. همداسې وشول چي د ټولو خلکو دا یقین جوړ شو چي بیا به د امریکا په خلاف هیڅوک هم دا جرأت ونه کړي چي وسله پورته کړي. خو نه هسې ونه شول څنګه چي ددوي فکر و ، بلکې الله تعالی یو داسې ډله راپیدا کړه چي له الله پرته له بل چا یې ویره نه کیدله چي هغه همدا طالبان دي ، چي د امریکا په خلاف یې وسله پورته کړه ، تر څو خپل کړیدلئ ولس ددوي له ظلمونو څخه په امان کړي،او د خپل ولس د زخمونو لپاره ملحم شي. نو په الله یې توکل وکړ او څوک چي په الله توکل وکړي نو یواځې الله ورته کافي ده (ومن یتوکل علی الله فهو حسبه) همغه و چي د وخت په تیریدو سره یې همدغه دښمن دې ته مجبور کړ چي له دوی سره مذاکرات وکړي او خبرو ته ورسره کیني ، او په دې قایل شول چي طالبان زمونږ په وړاندې یو ځواک ده. نو طالبانو هم دا کوشش شروع کړ تر څو د دښمن په مقابل کې د خپل دریځ څخه وانه وړي ، او په دې کوشش وکړي چي د ولس تر مینځ محبوبیت پیدا کړي ، نو د وخت په تیریدو سره دې حد ته ورسیدل چي ولس یې د راتللو ارمان وکړ او ددې ارمان ترسره کولو لپاره یې په خپله غیږه کې ځای ورکړ، او په ډاګه یې له دوی څخه ملاتړ اعلان کړ. نو طالبان هم د خپل جدوجهد او د ولس په ملاتړ دې حد ته ورسیدل چي اوس په دې قادر دي چي په مکمل ډول ولسوالئ او ولایت تر خپل کنټرول لاندې راولي، راځم د تیرې ورزې د کندوز فتحې ته چي طالبانو وکولئ شول جي په مکمله توګه د کندوز ولایت تر خپل کنټرول لاندې راوست. اوس سوال دا ده چي آیا طالبان به وکولئ شي چي دا ولایت تر خپل کنټرول لاندې وساتي او کنه؟ دا مهمه نه ده چي طالبان دې دا تر خپل کنټرول لاندې وساتي ، بلکې په دې فتحه د طالبانو څو هدفونه و چي هغه یې لاس ته راوړل، چي په لاندې ډول دي.
۱:دا چي حکومت ته دا معلومه شي چي طالبان اوس کولئ شي چي په مکمل ډول یو ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي ، او د حکومت مورال یې په مقابل کې کمزورئ معلوم شي.
۲:دوهم هدف یې له ولایت څخه د بندیانو خلاصون و ، جي په مکمل ډول سره یې ټول آزاد کړل.
۳:دریم هدف یې د غنیمتونو لاس ته راوړل و ، چي په دومره اندازه غنیمتونه یې لاس ته راوړل چي هغه د نورو ولایتونو د نیولو لپاره کافی دي.
۴: دا چي د خلکو تر مینځ دا فکر ختم شي چي که بیا طالبان راشي نو د ولس سره به څه ډول رویه کوي ، آیا سر او مال به یې خوندي وي او کنه ، لله الحمد هغه دی چي هغه ټولو ته معلوم شو.
د طالبانو  لپاره یو څو لارښوونې تر څو دښمن د دوی د مقابلې څخه ناتوانه شي!
۱: دا چي دوی دغه کوم غنیمتونه چي نیولي دي ، دا د ټول ولایت په مجاهدینو تقسیم کړي او حتی چي خپلو نژدې ولایتونو ته یی ولیږي ، تر څو وکولئ شي له هر لوري د دښمن مقابله وکړي.
۲: دا چي د وردګو او لوګر مجاهدین په خپلو بریدونو کې اضافه والئ راولي، تر څو دوی په خپل ځای کې په ډار شي نو ستاسې طرف ته توجه به یې له مینځه لاړه شي.
۳: دا چي دوی اوس له شمال نه صرف په خطر کې دي ڼو په جنوبي ولایتونو کې خپلو حملو ته زور ورکړئ تر څو له دوی څخه لاره ورکه شي.
۴: دا چي د کندوز په نژدې کلیو کې له هغو کسانو سره چي هغه افشا نه وي صلاح ځای پر ځای کړئ، تر څو تاسې یو څه تکتیکي شاتګ وکړئ او دښمن په دې یقیني شي چي دوی لاړل ، او بیا پرې له دواړو طرفونو برید وکړئ تر څو ترې لاره ورکه شي.
۵: دا چي ولس له ډیره وخته دداسې ورځې د راتللو په ارمان و ، هغه ده چي ارمان یې نن پوره شو ، نو د ولس سره ښه معامله وکړئ تر څو یې زړونه مطمئن شي. په پای کې ټولو مجاهدینو ته دا سپارښتنه کوم چي تواضع اختیار کړي، او هغه د مکې فتحه ځان ته رایاده کړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په کوم حالت کې مکې ته ننوت ، او بل دا چي د آمر اطاعت ته خاصه پاملرنه وکړئ.
د یو سپیڅلي اسلامي نظام په هیله 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: