طالبان: امریکا باید نور خپلې لوبې ته د پای ټکي کېږدي او ژر ترژره دې بندیان آزاد کړي

عزم چهارشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۹):طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې د ارګ لخوا د ۶۰۰طالب زندانیانو پر نه خلاصون تبصره کړې او ویلي یې دي چې د ارګ د دې ټولو چنو وهلو مسؤلیت د امریکایي لوري پر غاړه دی چې په خبره یې «ځکه همدا رژیم د امریکا له لوري رامنځته شوی، روزل شوی، تغذیه شوی او همدا اوس د امریکا په پوځي، سیاسي او اقتصادي مرستو متکي دی.»

طالبانو ویلي چې له سولې سره دکابل حکومت دښمني دلمر په څېر روښانه ده،ځکه د سولې لپاره چې اوس کوم شرایط او امکانات برابر شوي، مخکې یې ساری نه و، نو په وینا یې چې«کوم جهت چې د سولې لپاره په اوسنیو مساعدو شرایطو کې هم دجګړې اعلانونه کوي، بېله شکه دجګړې اور ته لمن وهي او خپلې ناروا ګټې دافغانستان په ورانۍ او دمظلوم ولس په دربدرۍ او جنګ کې لټوي»

طالبانو پر امریکایي لوري غږ کړی چې باید خپلو مسؤلیتونو ته ځیر واوسي او روانې لوبې ته د پای ټکی کیږدي«امریکا چې دا نولس کاله خپل خدمتګاران پر افغان ولس تپلي وو، نور باید همدې لوبې ته د پای ټکي کښېږدي، د اسلامي امارت سره دامضاء شوې توافقنامې په اساس ژر تر ژره باید ټاکل شوی شمېر اسیران ازاد کړي چې بین الافغاني خبرې پیل شي او افغانان دخپلې خوښې اسلامي حکومت جوړ کړي.»

سرمقاله وایي چې د ارګ مشر غني او پر راټول شوي “تکنوکراتان او جنګسالاران” په سوله کې دخپلې چوکۍ او شخصي ګټو تاوان ویني، ځکه دوی داهلیت او وطن دوستۍ پر بنسټ نه، بلکې په وینا یې چې« یرغلګرو ته دخدمت په بدل کې تر همدې پوسټونو رسیدلي،د اشغال دخاتمې په صورت کې نه دوی افغانستان خپل کور ګڼي او نه هم افغان ولس دوی ته د رښتینو افغانانو په سترګه ګوري »

طالبانو په ټینګار سره ویلي دي چې دوی، خپلو لوړو اهدافو ته ژمن دي او د ټولو ممکنه مشروع لارو یې د ترلاسه کولو کوښښ کوي. «هر جهت چې د سولې مخه نیسي، جګړې ته دوام ورکوي او دګران هیواد اشغال ته پایښت ورکوي؛ د جنګ ځپلي ولس له ګرفت څخه به خلاص نشي او دجګړې د دوام، دیرغلګرو د چوپړ او دفساد او ظلم حساب به ولس ته ورکوي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button