زابل کې د پوليسو د قومندان په موټر چاودنه شوې

________2_160496307

کلات(عزم:جمعه،۱۰ تله،۹۴ل) د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې نن سهار وختي د عملياتي کنډک د قومندان په موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

دغه چاودنه کې د عملياتي کنډک په قومندان اصف خان توخي  د کلات اړوند د اومکي په سيمه کې شوې ده چې له امله يې قومندان توخي له درې نورو ساتونکو سره سخت ټپي شوی دی.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ هم په دغه ولايت کې يوه نفوذي پوليس خپل ۴ تنه ملګري وژلي او ۳ نور ټپيان کړي وو او له سيمې څخه په تېښته بريالی شو و.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button