ولسي جرګه: د کابینې سرپرستي د اداري فساد لوی لامل دی

عزم (پنج‌شنبه، ۱۹، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): ولسي جرګې په خپله پرونۍ غونډه کې پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې او له حکومت یې وغوښتل چې نوره دې سرپرستي پای ته ورسوي او خپل نوماند وزیران دې ولسي جرګې ته د باور رایې د اخیستو لپاره وروپېژني.

د ولسي جرګې مشر میر رحمن رحماني پرونۍ ناستې ته وویل، د نوي حکومت د جوړېدو څخه میاشتې تېرې شوي خو حکومت نه دی توانېدلی چې خپله کابینه بشپړه کړي.

د رحماني په خبره، د سرپرستانو له خوا د حکومتي ادارو اداره کېدل د دې لامل شوی چې په دولتي ادارو کې فساد ته لاره هواره او د وزارتونو چارې ټکنۍ شي.

نوموړي له حکومت وغوښتل د ولسي جرګې د دوبنیو رخصتیو څخه مخکې نوماند وزیران دې جرګې ته د رایې د ورکړې په موخه ورو پېژني.

ګڼو وکیلانو وویل، ډېری وزیران له تېرو درېیو کلونو راهیسې سرپرستان دي، خو د ولسي جرګې د بیا، بیا غوښتنې سربېره حکومت سرپرستۍ ته دوام ورکوي او وزیران ولسي جرګې ته نه معرفي کوي.

همدرانګه په پرونۍ ناسته کې ځینو وکیلانو وویل، د کرونا وایروس سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره یو مېلیارد ډالرو ډېره مرسته شوې ده، خو زیاته مرسته لادرکه شوې او د عامې روغتیا له وزارت یې وغوښتل چې په دې اړه خپل سپیناوی ورکړي.

وکیلانو همدا راز په بازارونو کې د ټیت کیفت او وخت تېرو درملو د شتون په اړه هم اندیښنه وښوده او عامې روغتیا وزارت یې په دې برخه کې ګرم وباله.

د ولسي جرګې ځینو غړو بیا وویل، په هېواد کې د اوزګارتیا کچه ورځ تر بلې زیاتېږي، خو په دولتي ادارو کې زرګونه بستونه تش دي، خو په حکومتي ادارو کې د فساد له امله یاد بستونه اعلان ته نه سپارل کېږي.

ولسي جرګه داسې مهال له حکومت د سرپرستۍ ستونزې د پای ته رسولو غوښتنه کوي، چې اوس‌مهال د حکومت په کابینه کې یوازې د کرنې وزیر نصیراحمد درانی او د قومونو او قبایلو وزیر محمد شفیق ګلاغا شېرزی سرپرستان نه دي او پاتې ټوله کابینه یې سرپرسته ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: