د ډنډپټان ــ پاړه چنار لويه لار ددسوداګرۍ پرمخ پرانیستل شوه

عزم جمعه، ۲۰چنګاښ، ۱۳۹۹):د پکتیا ولایت سیمه ایز چارواکي وایي چې ددغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له پاړه چنار”کورمه ایجنسي” سره تړلې پوله د سوداګریزو توکو پرمخ پرانیستل شوې ده. .

دا لويه لار چې شاوخوا څلور مياشتې مخکې د کرونا ويروسي ناروغي خپرېدو د مخنيوي لپاره تړل شوې وه، نن د دواړو لوریو د پوله ساتو پوځیانو او چارواکو لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې خلاصه شوه.

د یادونې وړ ده چې دا مهال په جلال آباد کې د تورخم، کندهار کې د سپین بولدک او خوست کې د غلام خان بندر لارې هم د سوداګریزو توکو پرمخ په دوه اړ خیزه توګه پرانیستې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button