پوهنې وزارت: په ښوونیز نصاب کې به اسلامي او ملي ارزښتونه خوندي وي

عزم (یکشنبه، ۲۲، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د پوهنې وزارت مسوولین وايي، د ښوونې او روزنې په ښوونیز نصاب کې به اسلامي او ملي ارزښتونه خوندي وي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د پوهنې چارسمبالې وزیر رنګینې حمیدي د سویل ختیځ زون له فعالانو سره ژمنه کړې ده، چې د هېواد په ښوونیز نصاب کې به اسلامي او ملي ارزښتونو ته پام کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د سویل ختیځ زون فعالانو د ښوونې او روزنې په برخه کې خپلو ولایتونو ستونزې هم شریکې کړي دي. «د محرومو سیمو لپاره د ښوونې او روزنې د زمینې برابرول، د ښوونې او روزنې په برخه کې د ښه او با کیفیته خدماتو وړاندې کول، نجونو ته د ښوونې او روزنې زمینه برابرول او د هغوی څخه ملاتړ  کول دي.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ښوونې او روزنې نصاب پخوا د سترو ننګونو سره مخ وو خو علمي او مسلکي اصلاحات به په تېره د بیا کتنې په برخه کې په پام کې ونیول شي او ټول ملي او اسلامې ارزښتونه به د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې خوندي وي.

د پوهنې وزارت داسې مهال په ښوونیز نصاب کې د اسلامي او ملي ارزښتونو د خوندي کولو ډاډ ورکوي، چې تېره اوونۍ د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په خپله څېړنه کې ویلي وو، چې د افغانستان اوسنی ښوونیز نصاب زده کوونکي «افراطیت» ته هڅوي او په دغه نصاب کې یې د ژور بدلون غوښتنه کړې وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button