کندهار: ګڼې پوستې سقوط او پراخه سيمه طالبانو نيولې ده

عزم (يکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹) : له کندهار ولايت څخه ترلاسه شوي راپورونه وايي چې تېره ورځ د دغه ولايت اړوند معروف ولسوالۍ کې؛ د اکمالاتو د نشت والي له امله يو لوی نظامي مرکز او څلور نورې دفاعي پوستې سقوط شوې دي او عسکر يې تښتېدلي.
طالبانو دغه راپورونه تأييد کړي او وياند يې قاري يوسف احمدي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي:
«د كندهار ولایت د معروف ولسوالۍ د فتاوي په سیمه کې نن ماسپښین دګوډاګۍ ادارې مزدور عسکر؛ له ۴ دفاعي پوستو او له یوه مهم مرکز څخه د اکمالاتو د نه کیدلو له امله وتښتیدل، چې په دې سره پراخه سیمه د مجاهدینو تر واک لاندې راغله».
د کندهار ولايت حکومتي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځايي سرچينو دغه راپورونه تأييد کړي دي.
همداراز د يو بل خبر له مخې د دايکندي ولايت په ګيزاب ولسوالي کې هم تر لږ ساعت نښتې وروسته يوه پوسته طالبانو نيولې او د دريو موټر سيکلونو په شمول پاتې اسلحې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
قاري يوسف احمدي پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي دي:
«تیره شپه د دایکندي ولایت د ګیزاب ولسوالۍ اړوند د زیارت بند سیمه کې یوه پوسته چې د عاموخلکو د آزار او اذیت سبب وه، فتحه شوه. ظالم قومندان نجیب او۵ عسکر ووژل شول، ۴نور یې ژوبل او ۱ تن یې ژوندی ونيول شو. همداراز ۳ موټر سایکلان او ۶ میله وسلې د مجاهدینولاس ته ورغلې دي».
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هېواد په ټولو اطرافي سيمو کې حکومتي عسکر د اکمالاتو د نشت والي له امله شاتګ ته اړ شوي، چې له امله يې هره ورځ ګڼ شمېر عسکر خپلې دندې پرېږدي او له طالبانو سره يو ځای کيږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button