د بګرام په زندان کې د خوښۍ شېبې!

 

قطر کې د امریکا له لوري د خپلې ماتې د اقرار پر ورځ د بګرام په کرغېړن زندان کې د پرتو بندیانو لخوا د یوې جلسې ترتیب نیولی شوی و، د جلسې له ګډونوالو څخه یو تن ازاد شوي بندي عبدالوالي راته کیسه کوله:
موږ چې کله خبر شوو چې مشران مو نن له اشغالګرو سره د دوی د تېښتې توافق لاسلیک کوي، نو موږ بندیانو هم یادې ورځې ته په زندان کې دننه پروګرام ونیوو ترڅو د خپلو مشرانو سره په یاده خوښۍ او جشن کې شریک شو.

که څه هم د لوحو او بیرغونو له نشت سره مخ وو، خو دا نیمګړتیا مو په خپل مټو پوره کړه، یو شمیر بندیانو خپل سپین رنګه کالي د غونډې مخ ته ډالۍ کړل او په ډیر هنر مو پرې لاسي کار پیل کړ؛ ترڅو مو د ضرورت وړ بیرغونه او لوحې ترې جوړې کړو.

غونډه د حوت پر لسمه د سهار له ۷ بجو څخه د قاري صاحب زاهدالله الهام لغماني په خواږه غږ کې د قرآن کریم په آیت سره پیل شوه، ورپسې مولوي صاحب محمد اغا فاتح د اشغالګرو د ماتې په اړه مفصلې خبرې وکړې او زندان کې د بندو افغانانو او سنګرونو کې د سرببرو مجاهدینو قربانۍ یې وستایلې، او بیا جلسه کې د برخه والو شاعرانو لخوا د جلسې ګډونوالو ته انقلابي شعرونه ډالۍ شول، ورپسې نورو مخورو علمأؤ هم خپل ترتیب شوي تقریرونه د ګډونوالو په حضور کې وړاندې کړل او جلسه د ورځې په یوولسو بجو د قاري صاحب یوسف مطمئن لخوا په اختتامي دعا سره پای ته ورسېده.

یادونه: تصویران د یادې ورځې د جلسې دي او ازاد شوی بند عبدالوالي وایي؛ چې دا په تیرو ۱۹ کلونو کې لومړی ځل و، چې د نړۍ په اوسني پیر کې تر ټولو بدنام زندان بګرام کې سپین بیرغونه رپاند شول.

خالد ځدراڼ

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button