طالبان: څوک چې جګړه نه غواړي، نو بيا د مذاکراتو لاره کې خنډونه ولې جوړوي؟!

عزم (يکشنبه، ۲۲ چنګاښ، ۱۳۹۹) : په داسې حال کې چې د کابل حکومت له خوا د بندنيانو د خلاصون پروسه په پرله پسې ډول خنډونو سره مخ ده، طالبانو تازه ويلي چې تر هر څه مخکې بايد د بنديانو د خلاصون پروسه تکميل شي، تر څو بين الافغاني مذاکرات پيل شي او همدا د افغان ستونزې واقعي حل دی.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دريو پرله پسې ټويټونو کې خپل دريځ يو ځل بيا واضح کړی او ويلي يې دي چې په بې مسؤليته خبرو او بې اساسه تورونو ستونزه نه حل کيږي، د ستونزې د واقعي حل لپاره په کار ده چې تر هر څه لومړی د بنديانو د خلاصون پروسه تکميل او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
ښاغلي مجاهد ويلي:
«د دوحې د تړون عملي کیدل او د بین الافغاني مذاکراتو پيل ځکه ضرور دی چې موږ د جګړې د کمښت او ختمیدو لپاره لار ولټوو. که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودریږي بیا خبرې وکړي، دا غوښتنه غیر منطقي ده. جګړه د دې لپاره ده چې تراوسه موږ بل انتخاب نه دی پيدا کړی».
ښاغلي مجاهد د کابل حکومت ته په اشارې ويلي:
‏« که څوک جګړه نه غواړي، نو بیا د مذاکراتو د پيل په لاره کې خنډونه ولې اچوي؟
پریږدې چې افغانان د سیاسي تفاهم له لارې؛ چې د افغانانو او بین المللي ټولنې غوښتنه هم، ده نتیجې ته ورسیږي؟!»
همداراز نوموړي زياته کړې:
«په بې مسئولیته او غیر منطقي خبرو او بی اساسه تورونو ستونزه نه حل کيږي، تر هر څه ژر باید د بندیانو د خلاصون پروسه تکمیل او بین الافغاني مذاکرات پيل شي، همدا د ستونزو حل ته واقعي لاره او منطقي دريځ دی».
د يادونې وړ ده چې د روان ميلادي کال د فبروري په نهه ويشتمه نېټه د طالبانو او امريکا تر منخ د قطر پلازمېنه دوحه کې له افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو او افغانستان ته د سولې راوستلو تاريخي تړون لاسليک کړ. د دغه تړون له مخې بايد په لسو ورځو کې د اعتماد جوړونې لپاره له دواړو اړخونو څخه شپږ زره بنديان آزاد شوي وای، مګر داسې ونه شول، د بنديانو د خلاصون پروسه په پرله پسې ډول د کابل حکومت له خوا خنډونه سره مخ ده.
د کابل حکومت په وار وار له طالبانو غواړي چې سمدستي اوربند اعلان او مذاکرات راسره پيل کړئ، خو طالبان بيا وايي چې هر څه به د دوحې د تړون له مخې کيږي، نو لومړی بايد بنديان آزاد او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل شي.
له همدې امله د کابل حکومت د افغان ولسونو او طالبانو سربېره، د ګڼو بهرنيو سياستوالو او هېوادونو له خوا هم، له سولې سره پر دښمنۍ تورن شوی او همېشه د بنديانو د خلاصون غوښتنه ترې کيږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: