طالبان: تر مذاکراتو وړاندې جګړه درول د تسلیمي نوم لري؛”زمونږ په قاموس کې تسلیمي نشته”

عزم دوشنبه، ۲۳چنګاښ، ۱۳۹۹):طالبانو په خپله ورځنۍ سرمقاله کې یوځل بیا خپل هغه دریځ واضح کړی چې په تیر کې یې هم پرې ټینګار کړی وه او د توافقنامې له اصولو سره هم سمون خوري.
سرمقاله کې د طالب ویاند د تیرې ورځې ټویټونو ته اشاره شوې چې په کې ویل شوي وه: « د دوحې د تړون له مخې دې ژر تر ژره د بنديانو د خلاصون پروسه تکميل شي او بين الافغاني مذاکرات دې پيل شي.»
سرمقاله وایي، د دوحې له تړون سره سم د بين الافغاني مذاکراتو تر پيلېدو وړاندې د جګړې درولو غوښتنه په دې معنا ده چې” کابل اداره” له طالبانو څخه وسله او ځواک اخيستل غواړي، چې په وینا یې« دا يوه ډېره غيرمنطقي غوښتنه ده او اسلامي امارت به هيڅکله دا ډول غوښتنې ونه مني؛ ځکه چې ددې غوښتنې معنا داده چې له يوې اوږدې جګړې وروسته يو لوری خپلو اهدافو ته تر رسېدو وړاندې يوازې د بل لوري په غوښتنه جګړه ودروي، چې دا د تسليميدو مفهوم لري او د اسلامي امارت په قاموس کې د تسليمۍ توری شتون نه لري.»

طالبانو ویلي چې “کابل اداره” چې د جګړې په دوام کې ګټې او د واک پايښت ويني او په خبره یې چې «تر اوسه پورې د بنديانو د خلاصون پروسې تکميل کې خنډونه اچوي او نه غواړي چې بين الافغاني مذاکرات پيل شي او افغانستان له روان بحران څخه ووځي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button