دولت-پلوه فعالانو د ازهر د ستر امام جعلي ”فتوا“ خپروله

عزم (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹): د روانې میلادي جولای میاشتې په پیل کې، په خواله رسنیو کې دولت-پلوه فعالانو ادعا کوله چې د مصر د نوموتې الازهر جامعې ستر امام په افغانستان کې د طالبانو مقاومت ناروا او د کابل حکومت جګړه روا بللې ده. دوی همداراز ویل چې یاد امام دولتي ځواکونه په حقه ګڼلي او ویلي یې دي چې د طالبانو جنازه ادا کول روا نه دي.

اما د الازهر په رسمي ویبپاڼه او په خواله رسنیو کې د جامعې په رسمي حسابونو کې تر پلټنې وروسته معلومه شوه چې احمد محمد احمد الطیب په جولای میاشت کې د افغانستان په اړه هیڅ کومه فتوا یا اعلامیه نه ده خپره کړې.

د الازهر په رسمي حسابونو د افغانستان په اړه اعلامیه وروستی ځل د تیرې جون میاشتې په ۱۸مه خپره شوې، چې په هغې کې یې په تخار ولایت کې په یوه مدرسه کې دننه رامنځته شوې چاودنه غندلې، او دا پېښه یې ”غیرانساني جنایت او ترهګري“ بللې وه.

هغه یوازینی انځور چې دولت-پلوه فعالانو او خبري ویبپاڼو د د دې ناموجودې فتوا له خبر سره خپراوه هم جعلي و. د انځور ډول او نورو اړخونو ته په کتلو ښکاري چې تصویر د یوه بل ټویټ دی، چې وروسته د انځورونو د ایډیټ د یوه اپلیکېشن په مټ پر اصلي لیکنه پرده راوستل شوې او پرځای یې دا اوږده ”فتوا“ ايښوول شوې ده.

د الازهر امام ته منسوب جعلي ټویټ
د الازهر امام ته منسوب جعلي ټویټ

په انځور کې د @GrandImamofAlazhar د کارن نوم درلودونکي حساب اوږد ټویټ ښکارېده، چې نږدې ۴۳۸ الفاظ یې درلودل – حال دا چې په ټویټر کې یو ټویټ یوازې ۲۸۰ توري درلودلای شي.

د یادونې وړ ده، د مصر د الازهر ستر امام احمد محمد احمد الطیب په ټویټر کې کوم حساب نه لري، او نه هم په انځور کې په لیدل کېدونکي کارن نوم په دې خواله رسنۍ کې کوم اکاونټ شته.

د ناموجودې ”فتوا“ ملاتړ او تبلیغ:

په خواله رسنیو کې دولت-پلوه فعالانو څو ورځې د همدې جعلي انځور او ټویټ په استناد د الازهر د امام له خولې په افغانستان کې د طالبانو مقاومت ناروا او د حکومت هغه روا باله. حتی د افغانستان د متحدو علماوو د شورا تر نوم لاندې یوه اعلامیه هم خپره شوه چې د دې ناموجودې ”فتوا“ ملاتړ یې پکې اعلان کړی و – ځینو دولت-پلوه خبري ویبپاڼو د ناصادرې شوې ”فتوا“ په څېر دا ملاتړ کوونکې اعلامیه هم خپره کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: