د بدخشان اوسیدونکي: د اربکیانو او نورو دولتي ملیشو لخوا د زکات په نوم باج اخیستنې تنګ کړي یو

په یوه تازه پیښه کې چې تیره ورځ"دوشنبه" رامنځته شوه د بهارک ولسوالۍ کې د دو قوماندانو ترمنځ د عشر ټولونې پر سر شخړه کې وسلواله نښته رامنځته شوه چې د راپورونو په استناد، په ترڅ کې یې له دواړو غاړو ۷تنه پاڅونوال "اربکیان" ټپیان شول..

عزم سه شنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۹):د بدخشان ولایت د بهارک، جرم او یوشمیر نورو ولسوالیو اوسیدونکي وایي د محلي پولیسو”اربکیانو” او نورو دولت پلوه ملیشو لخوا د عشر “زکات” په نوم باج اخیستنې تر پوزې راوستلي او هره ورځ ترې د مختلفو پوستو او قرارګاوو قوماندانان د خپل”حق” په نوم د کرنیزو توکو محصول په زور ټولوي.

د مسعود په نوم د جرم ولسوالۍ یوه اوسیدونکي د نشانې خبري آژانس ته ویلي ، د غنمو د حاصلاتو ټولولو پرمهال یې کروندو ته په دوامداره توګه غیر مسؤل وسلوال چې سیمه کې په پاڅونوالو”خیزش مردمي”مشهور دي؛ ورځي او د غنمو زکات ترې غواړي.
نوموړی وایي،« د درمندونو پرمهال د ورځې ۱۰ قوماندانان هم راځي؛ که انکار ورته وکړو، هم مو وهي، ډبوي او که شکایت پسې وکړو هم، نه مو پریږدي او په بندي کولو، وهلو او آن وژلو مو ګواښي»

آخوا د یاد ولایت د بهارک ولسوالۍ یو اوسیدونکی “عبدالله” وایي، ولسوالۍ کې د حکومتولي هیڅ نښانه نشته، پاڅونوال “اربکیان”چې څه وغواړي، هغه کوي، له خلکو په زور عشر زکات ټولوي، ډوډۍ ترې ټولوي او په ټولو محصولاتو کې یې ځان ورشریک بولي.
خو نوموړي وایي چې په دې وروستیو کې دوی د خلکو سیمه ایزې ټولنې جوړې کړې، چې یو څه یې ورسره ژوند ښه شوی دی.

په دغه ولسوالۍ کې د عشر او زکات پر سر د سیمیزو قوماندانانو ترمنځ کله ناکله شخړې هم پیښیږي؛ په یوه تازه پیښه کې چې تیره ورځ”دوشنبه” رامنځته شوه د بهارک ولسوالۍ کې د دو قوماندانو ترمنځ د عشر ټولونې پر سر شخړه کې وسلواله نښته رامنځته شوه چې د راپورونو په استناد، په ترڅ کې یې له دواړو غاړو ۷تنه پاڅونوال “اربکیان” ټپیان شول..

د بهارک ولسوالۍ ولسوال “نور آقا نادري” د خلکو ستونزې پرځای بولي او وایي چې څوځله یې د داډول خپلسریو ستونزه له چارواکو سره شریکه کړې، چې په وینا یې تراوسه ورته کومه پاملرنه نه ده شوې.

نوموړی له خلکو غواړي چې دا ډول خپلسرو وسلوالو”اربکیانو”ته د زکات ورکولو پرځای دې له غریبانو او دیني مدرسو سره مرسته وکړي او په وینا یې چې خلک دې د غیرمسؤلو کسانو زور ته نه تسلیمیږي.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري هم ستونزه مني او وایي چې د حکومت په اډانه کې هیڅ څوک له خلکو د باج اخیستنې حق نه لري او له خلکو غواړي ترڅو په دې هکله خپل شکایتونه له ولایتي ادارې سره رسما شریک کړي.

د بدخشان ولایت هغو ولسوالیو کې چې د پاڅونوالو په نوم غیر مسؤل کسان واکمن دي، خلک یې وایي چې داکسان له طالبانو سره د مقابلې په نوم د حکومت په اجازه، د حکومت په معاش او د حکومت په وسلو سره پر دوی راج چلوي، په داسې حال کې چې په اړوند سیمو کې یې خلک له حکومتي واکمنۍ څخه زړه توري او ولسي پاڅون ته یې اړ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: