مسلمانانو ته د يهودو او نصاراو ډالۍ

يهوديانو له پخوانيو پېغمبرانو سره هم دښمني درلوده، داسې دښمني چې د الله جل جلاله رسولان او نبيان يې شهيدان کړل، الله جل جلاله وايي: [وَیَقْتُلُوْنَ الْاَنْۭبِیَا۬ئَ بِغَیْرِ حَقٍّﺚ] ژباړه: او پېغمبران يې په ناحقه وژل.
کله چې عيسی عليه السلام په نبوت او رسالت مبعوث شو او د ده دين د يهوديانو له خرافي دين سره په ټکر کې و، نو هغه ته يې په زړه نه هوارېده، د هغه د شهيدولو دسيسه او پروګرام يې جوړ کړ او د هغه خونې ته ورننوتل، خو خيرالماکرين الله جل جلاله هغه آسمان ته پورته کړ او د دوی له منګُلو څخه يې وژغوره، اما دوی په شک او شبه کې پرېوتل.
يهوديان د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم نبوت او رسالت ته په انتظار وو، ځکه په تورات او انجيل کې د هغه د راتلو زېری موجود و او دوی په دې باور وو، چې هغه به د اسحاق عليه السلام په اولاده کې راځي، ولې هغه د اسماعيل عليه السلام له اولادې څخه و، نو هر الهي حُکم چې د دوی له هيلو او خواهشاتو څخه مخالف و، بيا دوی هغه نه قبلولو، تمرد او سرغړونه يې ترې کوله، چې د خپل دې بد طبعيت مطابق يې له رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه له راوړي دين سره مخالفت ته ملاوې وتړلې، هر وخت او هر ځای به د اسلام خلاف ولاړ وو.
هو! رسول کريم صلی الله عليه وسلم له مدينې منورې څخه يهوديان وشړل او همداراز خيبر يې هم ترې ونيو او وصيت يې وکړ چې: يهوديان اوعيسويان له جزيرة العرب څخه وباسئ! نو مسلمانانو هغه وصيت عملي کړ. وروسته د اسلامې فتوحاتو لمنې تر هنده و سنده، له چينه تر کاشغره، له تهرانه تر مشهده او له اندلسه تر المغربه ورسېدلې او نورې هم مخ په خپرېدو وې، ولې چې مسلمانانو به يوه لوېشت خاوره هم نيوله د يهودو او نصاراؤ کينه او غوسه، حقد او حسد زياتېده او د مسلمانانو د ماتولو لارې چارې به يې لټولې، څو د مسلمانانو د فتوحاتو او سوبو لارې ډب او په خپلمنځي اختلافاتو کې يې اخته کړي.
يهودو او نصاراؤ مسلمانانو ته دا درې ډالۍ ګانې را واستولې:
۱ ــ قومي او ژبني اختلافات او ديني (مذهبي) اختلافات.
۲ ــ د ښځو حقوق
۳ ـــ د بشر حقوق
* قومي او ژبني اختلافات اسلام غندلي، يعنې اسلام قومپالنه او ژبپالنه غندلې ده. اسلام وايي: [اِنَّمَا الْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ ] ژباړه: حقيقت دا دی، چې ټول مسلمانان سره وروڼه وروڼه دي. د حجرات سورت (۱۰) آيت.
همداشان عصبيت هم اسلام مذموم ګرځولې، د قوم او ژبې لپاره جنګونه يې د جاهليت جنګونه بللي، ولې د کفري نړۍ استخباراتي ادارې د مسلمانانو ترمنځ د قومي جنګونود پېلولو لپاره کار کوي. همداراز مستشرقين (ختيځپوهان) د مسلمانانو ترمنځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهي، هغه اختلافات دومره سخت کړي، چې ځينې مسلمانان د لمانځه، اوداسه او روژې له مسئلو څخه د عقائدو مسائل جوړ کړي، چې مسلمانان په خپل منځ کې يو بل پرې کافر کوي!!! سره له دې چې له دواړو سره به يا بيخي دلايل نه وي يا به له دواړو لوريو سره دلايل وي، خبره به د اولويت او افضليت وي.
ختيځپوهان ټوله ورځ هڅه او هاند کوي، څو اختلافي مسئله جوړه کړي، د مسلمانانو ترمنځ يې ښه ګرمه کړي او مسلمان علماء له اصل مسؤليت او رسالت، چې هغه جهاد او د جهاد مسايل دي، له هغه بل خوا ته مصروف کړي.
وايي: کله چې د چنګيز لمسي (هلاکو) بغداد ونيو، خليفه يې د خپل اولاد پر وړاندې شهيد او ټول ښار يې چور چپاول کړ، د مسلمانانو ستر کتابتون (بيت الحکمة) يې سيند ته وغورځاو او خپل اسان يې د سيند له يوې غاړې نه بلې غاړې ته پرې پورې وېستل. نو له هغه وروسته هلاکو يوه کور ته ننوت، چې ګوري څو علماء په کې راغونډ دي، د يوه الوتونکي (چې کشکره نوميږي) د هغه په اړه بحث کوي، يوه ډله وايي: د دې الوتونکي غوښه خوړل حلال دي، بله ډله وايي، چې نه، د دې غوښه خوړل حرام دي. هلاکو ته چې د دوی حالات روښانه شول، ورته يې وويل: د بغداد په ښار کې څه کيسه روانه ده، خليفه المستعصم بالله څه شو، بيت الحکمة څنګه شوه او د ښار وضعيت څنګه دی؟ دواړو ډلو ځواب ورکړ: مونږ له دې مسئلو سره کار نه لرو، زمونږ مسؤليت دا دی، چې خلکو ته د حلالو او حرامو وضاحت وکړو. بيا هلاکو د ترجمان او ژباړن په واسطه ورته وويل: تاسو ډېر غوره خلک ياست، دلته خوندي اوسئ.
علماء دروند مسؤليت لري، بايد د نړيوال کفر يا د الکفر ملة واحدة ټولو دسيسو او ناوليو پروګرامو ته متوجه وي، هغوی چې د مسلمانانو پر ضد او د اسلام خلاف کوم پروګرامونه جوړوي، لازم ده هغه شنډ او مسلمانان ور څخه خبر کړي.
* د ښځو حقوق: يهودو او نصاراؤ د مسلمانانو د مصروف او بوخت ساتلو لپاره بله دا ډالۍ رالېږلې، چې اسمي مسلمانان يې په دې بوخت کړي، چې ټوله ورځ د ښځو د حقوقو رباب وغږوي، خو دا رباب يوازې د هغو ښځو لپاره ترنګوي، چې بې بندوباره ژوند غواړي، فحاشي او عرياني خپروي او له سېکولريزم او ډېموکراسۍ څخه دفاع کوي او د اسلام ښکلي قوانين، قواعد، اصول او احکام تر پښو لاندې کوي او ښکاره ډاګيز انتقاد پرې کوي او د ښځو د حقوقو مدافعين او فعالين د هغو ښځو د حقوقو خبره نه کوي، چې د کورنۍ نارينه افراد نه لري، هغوی د صليبيانو په بمبارونو او چاپو کې تلف شوي، د کورنۍ مسؤليت همدې ښځو ته ور په غاړه دی او درې وخته وچې ډوډۍ ته حيرانې دي، ولې د ښځو د حقوقو فعالان تل په دې لټه کې دي، چې په پارلمان، وزارتونو او نورو دفاترو کې د ښځو ونډه زياته شي!!!
* د بشر حقونه: يهوديانو او مسيحيانو بله ډالۍ د مسلمانانو د بوختولو او له اصلي هدفه داړولو لپاره چې را استولې، هغه د بشر حقونه دي. د اسلام مبين دين د بشر څه چې، آن د حيواناتو او نورو ژويو حقونه هم په روښانه ډول بيان کړي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي: «اذا ذبحتم فاحسنوا الذبحة» يعنې: کله چې ذبح (حلالول) کوئ، نو په ښه توګه يې کوئ. کوم دين چې د حيوان د حلالو پر مهال هم د هغه حقونه په پام کې نيسي، نو هغه دين هيڅکله د بشر حقونه تر پښو نه لاندې کوي.
د بشر حقونه د بشر د حقوقو غوښتونکو له پښو لاندې کړي دي، امريکا او ملګري يې دي، چې له زرګونو کيلو ميټرو لرې واټن څخه راغلي، په افغانستان او عراق کې مسلمانان په نښه کوي او وژني يې؛ خو د بشر حقوقو مدعيان يوازې مسلمانان د بشر د حقوقو په نقضولو تورنوي، دوی چې څه کوي، هغه ټول (په خپل آند يې) سم، جائز او له قانون سره سم کوي.
ټول مسلمانان بايد دې ته متوجه شي، چې دا د يهوديانو او عيسويانو خوسا شعارونه دي، دوی په خپله نه چا ته حقوق ورکوي او نه ورته ملتزم دي، يوازې ساده لوحه مسلمانان پرې غولوي او همداراز مذهبي اختلافات هم شا ته اچول په کار دي او د يهودو او نصاراؤ او نورو کفارو مقابله کول په کار دي.
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button