د جهــــان پـه نظـر مــړۀ افغـانستان کې ــ ارزوګانې د جهـــــان مــړې شـوې دي/ مفتون

شـوخې سـترګې د جانان مړې شوې دي
که غـوټۍ دي په خـزان مړې شوې دي

خپل ښـايست نه خـــبر نه يې مجـاهده
جينکۍ دې په ارمــان مړې شوې دي

د جهــــان پـه نظـر مــړۀ افغـانستان کې
ارزوګانې د جهـــــان مــړې شـوې دي

داسې ښـکاري چې چـا وينـه نذرانه کړه
خـوشبويانې د ريحـان مړې شوې دي

د جـنګ تاب د شيطـاني لښـــــکرو نشته
تـل په چـــيغه د اذان مـــړې شـوې دي

وينـه رنګ کړه، قــلم توره کـړه طالبه
راشـه شــمعې د عـرفان مـړې شوې دي

هغــو پېغــلو ته غــافل ځوانان لوګى شه
چې پـه تورو په مـــيدان مـړې شوې دي

سپين جنون دې ژوندى شوې دى مفتونه!
چې دې اوښکې په ګرېوان مړې شوې دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button