کندز: د مرګ قطعې اته کسه عسکر وژل شوي او وسله يې طالبانو تر لاسه کړې

عزم (شنبه، ۲۸ چنګاښ، ۱۳۹۹) : خبري سرچينې وايي چې تېره ورځ مازديګر مهال د کندز ولايت د مرکز اړوند زاخيلو سيمه کې اته کسه عسکر وژل شوي او وسله یې طالبانو نیولې.
ويل کيږي چې دغه عسکر د کابل حکومت د نوې رامنځ ته شوې «مرګ قطعې» اړوند وو.
ځايي خلکو ويلي چې د مرګ قطعې عسکر داسې مهال د طالبانو تر بريد لاندې راغلل، چې سيمې ته د عملياتو لپاره راروان وو. دوی وايي په دغه بريد کې ګڼ عسکر ووژل شول او وسلې يې هم د طالبانو لاس ته ورغلې.
طالبانو هم دغه پېښه تأييد کړې او وياند يې ذبيح الله مجاهد ويلي:
« نن مازدیګر د کندز ولايت مرکز زاخیلو سیمه کې د مزدور دښمن؛ په اصطلاح د مرګ قطعې په عسکرو چې د ملکي خلکو د وژلو او ځورولو په هدف یې جوړه کړې، داسې مهال برید وشو، چې سیمې ته د عملیاتو له پاره راغلل».
ښاغلي مجاهد ويلي چې په ياده نښته کې د مرګ قطعې اته کسه عسکر ووژل شول، يوه پيکا يو راکټ او څلور ميله ټوپک يې د غيمت په توګه طالبانو تر لاسه کړل.
د کندز ولايت حکومتي چارواکو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
همداراز د يو بل خبر له مخې د لوګر ولايت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند د احمدزيو کلا سيمه کې هم د اربکيانو او عسکرو پر ګډ مرکز بريدونه شوي چې د لوګر د ولايتي شورا رئيس عبدالحسيب ستانکزي په وينا شپږ کسه سرتيري پکې وژل شوي او اووه کسه نور ټپيان دي.
خو ځينې نورو دولتي سرچينو امريکا غږ ته ويلي چې په دغه بريد کې پنځه کسه عسکر، درې اربکيان او يو د ملي امنيت کارمند وژل شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button