هندی کرکټ بورډ په يو مسلمان هېواد کې د IPL په ترسره کولو غور کوي

عزم (شنبه، ۲۸، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغې چې د کرکټ نړيوالې شورا (ICC) د سږني شل اوريز جام د ټورنامنټ ځنډولو خبر ورکړ او د کرکټ د اسيايي جام شورا په مشوره او غوښتنه يې د آسيا جام سياليو د بل کال ته د ترسره کولو پرېکړه هم وکړه.
نو د هندوستان د کرکټ بورډ مشر، سارو ګنګولي د کرکټ نړيوالې شورا په دې پرېکړو خوښي وښوده او خبر يې ورکړ، چې دوی به په هر صورت له دې موقعې نه په ګټې اخيستلو سره، IPL يا د هندوستان سوداګريز شل اوريز ټورنامنټ ترسره کړي.
دا چې په هندوستان کې د کرونا د پراخ او چټک خپراوي له کبله د IPL ترسره کېدل ناشوني بريښي، نو د هندوستان کرکټ بورډ په يو مسلمان هېواد کې د دغه سوداګريز ټورنامنټ يا ليګ په ترسره کولو غور کوي.
ډېر احتمال شته چې متحده عرب امارات به د ديارلسم پړاو IPL کوربه وي.
په دې لړ کې هندي کرکټ بورډ له امارتي کرکټ بورډ سره په خبرو بوخت دی او ډېر زيات امکان دی، چې وروستۍ پرېکړې ته سره ورسيږي.
د کرکټ مبصرين هم د دې پخلی کوي، چې هندوستان د سپټمبر او نومبر ترمنځ IPL لوبې په دوبۍ کې ترسره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button