ستړیا/ د اکرام الدین مفتون نوی غزل

 

د کال شبګیر یم لږ مې خوب ته پرېږده
دلګیر دلګیر یم لږ مې خوب ته پرېږده

وخته! څه وخت خو زهیریږه پر ما
ډیر زیات زهیر یم لږ مې خوب ته پرېږده

دنیـا پرست نه یم ظالم نه یمه
د خدای فقیر یم لږ مې خوب ته پرېږده

که ته مې پیر یې دعاګانې کوه
که زه دې پیر یم لږ مې خوب ته پرېږده

د شهیدانو له وطنه راغلم
ستړی په ویر یم لږ مې خوب ته پرېږده

زه خو دې هسې هم د زلفو دام کې
اشنا اسیر یم لږ مې خوب ته پرېږده

وحشته چېرته به مفتون لاړ شمه
بند په ځنځیر یم لږ مې خوب ته پرېږده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: