د زمري ليک

سید اصغر هاشمي
زه د ځنګل پاچا یم، پر ټولو څارويو په زور مشري کوم او د دوی خوښه پکې مهمه نه ده، خو ستاسو په پارلمان کې، چې په رایو خلک غوره کېږي، ځینې له ما بتر دي. انسانان عقل او پوهه لري، نو بیا ولې داسې کس ته رایه ورکوي، چې بیرته د همدوی حق خوري.
په ځنګل کې زه پړ یم، ځکه چې ظالم یم، خو ستاسو په ټولنه کې له ظالمه مظلوم ډېر ملامته دي. ما ته ظلم یو عادي کار ښکاري، ځکه چې زه پوهه نه لرم او همدا بد کار راته ښه ښکاري او د ځنګل په قانون کې د ښو او بدو توپير نه کېږي. هغه څه چې موږ ته ښه ښکاري، په مدنیتونو کې ناسم او بدکار دی، نو دا چې موږ پرمختګ کړی نه دی او اهلي شوي نه یو، نو د کورني څارویو خویونه زموږ سره توپير لري.
موږ په ځنګل کې انسانانو ته تاوان رسوو، که چیرې د همدې انسانانو په وسیله وروزل شو، نو بیا ګټه رسوو. موږ باید اهلي شو.
ځنګلی سپی انسانانو ته تاوان رسوي، خو کورنی بیا وفادار او د کور کارونه کوي، آن پوځي جنرالان پکې پیدا کېږي. په ځنګل کې غویه وهل کوي او په ښارونو کې ځمکې اړوي او له کروندګرو سره مرسته کوي. ځنګلي غوا ببره او د ویښتو ډکه بې شیدو وي، خو کورنۍ غوا سهار او مازدیګر شیدې ورکوي، چې دا ټول چاپیریالي توپيرونه دي.
لکه څنګه چې پر انسانانو د چاپیریالي اغېزې شته، دغه شان په موږ «څاروي» هم مدني او نا مدني ټولنې مثبتې او منفي اغېزې لري.
د یوې کورنۍ سره سپی لوی شوی و، د ځینو ستونزو له امله، چې کله یو له بله جدا کیده، نو ده په سلګو سلګو ژړل، ما ورته وویل: ولې ژاړې؟ ده راته وویل: زه له دوی سره کوچنی را لوی شوم، دوی راته مینه راکړه، نو ځکه ور څخه بېلتون نشم زغملای. زه پوه شوم چې انساني مینه په څاروي هم اغېز کولی شي. زما د وینې سور رنګ خوښېږي او کله چې د نورو څارویو په غاړه خوله کېږدم، د دوی رنګونه سره کېږي او زه ترې خوند اخلم، خو انسانان پوهه لري، دوی باید د وینې له سور رنګه کرکه ولري او د وینې تویولو پر ځای مینه خوره کړي. کاش چې موږ پوهه او عقل درلودی چې خپل ښه او بد مو سنجولی شوی، نو نن به مو د ناسمو کارونو پرځای سم کارونه کول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button