طالبانو په بلخ کې ۱۶تنه عسکر او پولیس له بنده آزاد کړل

عزم سه شنبه، ۳۱چنګاښ، ۱۳۹۹):طالبان وایي چې د بلخ ولایت کې یې ۱۶تنه د ملي اردو او پولیسو سرتیري له خپل اړوند محبس څخه خوشي کړي دي.
طالب ویاند سهیل شاهین ویلي، «خوشي شوي عسکر د مرستې له ورکولو وروسته خپلو کورنیوته واستول شول.»

طالبان داسې مهال نور بندي عسکر له خپلو بندخونو آزادوي چې حکومت یوځل بیا دغه پروسه د بیلابیلو لاملونو له کبله درولې او هم یې د هغو بندیانو په هکله وروستۍ پریکړه نه ده کړې چې دکابل حکومت د بهرنیو چارو د وزیر “حنیف اتمر” په وینا، بهرنیان یې د خپلو عسکرو د قاتل بللو له امله نه غواړي چې آزاد شي.
بلخوا یوناما او امریکايي سفیر یوځل بیا د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې باید ټول موانع هر څومره ژر له منځه یووړل شي.
تر اوسه طالبانو نږدې ۹۰۰عسکر او پولیس له بنده آزاد کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button