هرات: هوایي برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۲۰ زیاتو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم چهارشنبه،۱ زمری، ۱۳۹۹):راپورونه وایي چې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اړوند سیمو کې پر ملکي میشت ځایونو دوه ځله هوایي بریدونه شوي او په زیات شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سیمیزې خبري سرچینې وایي، پیښه دیادې ولسوالۍ اړوند د “خم زیارت”کلي کې  پر هغه کور شوې، چې دوه ورځې وړاندې یې یو تن بندي نوی له بګرام زندان څخه را خلاص شوی وو او خلک يې پوښتنې او ستړې مشې ته ورتلل.

د سرچینو په وینا، لومړی له میلمنو څخه ډک کور بمبار شوی،  چې یوشمیر کلیوال او دوستان پکې شهیدان او زخمیان شوي، کله چې نور کلیوال د شهیدانو او ټپيانو را ایستلو او انتقال ته ورغلي یو ساعت وروسته  بیا په دغه ځای بمبار ترسره شوی چې نور خلک يې هم په خورا قساوت او وحشت سره شهیدان او ټپيان کړي دي.

د لومړنیو مالوماتو پر اساس؛ د لومړي هوایي برید په ترڅ کې  ۸تنه ملکیان، چې دوه تنه یې ماشومان وه، شهیدان شوي دي.

ویل کیږي، دغه پیښه کې ۱۲تنه نور سخت ټپیان شوي، چې میرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي.

ځایي خلک وایي، دوهم ځلي هوایي برید کې هغه موټر هم په نښه شوی چې زخمیان او شهیدان یې لیږدول؛ ویل کیږي، دوهم ځلي هوایي برید کې هم ګڼ کسان شهیدان او ټپیان شوي دي.
طالبانو پیښه په سختو ټکو غندلې؛ وژل شوي کسان یې ملکي کسان بللي او خبرداری یې ورکړی دی چې « داسې کول به هغه بندیان یوځل بیا د ټوپک اخیستلو او د دښمن په وړاندې مبارزې ته اړ کړي چې نوي له زندان څخه را خلاص شوي او عادي ژوند کول غواړي. »
دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي چې په دې وروستیو کې دولت پلوه ځواکونو یوځل بیا په نا اعلان شوې بڼه خپلو بریدونو ته زور ورکړی، خو په عین حال کې طالبان د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې تور بولي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: