آيا د حق په مقابل کې د هرې زمانې د کافرانو دريځ يو شان دی؟

د حق په مقابل کې د کافرانو، ملحدانو، دهريانو او نورو دريځ يو شان دی، که د نوح عليه السلام قوم د (ود، سواع، يغوث، يعوق او نسر) عبادت کولو، نو د ابراهيم خليل الله قوم هم د بُتانو عبادت کاؤ او ظالم پاچا نمرود ته يې هم سجده لګوله. او نورو وګړيو چې بُتانو او نورو طاغوتانو عبادت يې کولو نو ويل به يې: [ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَىٰ إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ ۗ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ] (3)  ژباړه: مونږ د دې عبادت يوازې د دې لپاره کوو، چې مونږ الله جل جلاله ته نژدې کړي. بېشکه د هغوی ترمنځ الله جل جلاله د هغو خبرو فيصله کوي، په کومو کې چې دوی اختلاف کړی. باور وکړئ، الله جل جلاله داسې شخص په سمه لاره نه روانوي، چې دروغژن، په کفر ټينګ وي.
اوس هم کافران په خپلو خبرو کې تأويل او تحريف کوي، د بېلګې په ډول: د افغانستان مسلمانان، د فلسطين او کشمير مسلمانان له خپل دين او خاورې څخه دفاع کوي، چې صليبيانو د ترهګرو ټاپه پرې لګولې، نو د اسلامي نړۍ ړندو او کڼو واکمنو هم ورسره منلې، د دين او خاورې ساتونکي ترهګر ګڼي.
هر کال چې لوی اختر رانژدې کيږي له دين څخه ناخبره مسلمانان، پرنګي ډوله مسلمانان، سېکولران او ختيځپوهان د قربانۍ په اړه خبرې او ليکنې پېل کړې، وايي د لوی اختر په ورځ چې کومې وينې توييږي، بايد دا نه وای توی شوې او د دې پیسې (قېمت) غريبانو، فقيرانو او بېوزلانو ته ورکړل شوی وای، نو دا به ډېر غوره او بهتر و.
صدقه او خيرات ځانته عمل دی او خپل حالات لري، ولې قرباني دا بېل واجب عمل دی، اجرونه او ثوابونه يې خورا زيات دي. «عن عايشة رضی الله عنها قالت قال رسول الله صلی الله عليه وسلم: «ما عمل ابن ادم من عمل یوم النحر احب الی الله من اهراق الدم وانه لياتي يوم القيامة بقرونها واشعارها واظلافها وان الدم ليقع من الله بمکان قبل أن يقع بالارض فطيبوا بها نفسا». (رواه الترمذي و ابن ماجه). ژباړه: له عايشې رضی الله عنها څخه روايت دی، وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: «د ادم عليه السلام اولاد د لوی اختر په ورځ د وينو له تويولو څخه غوره عمل نه دی ترسره کړی او حقيقت دا دی، چې دا ذبح شوی (د قرباني په نيت حلال شوی) څاروی د قيامت په ورځ له خپلو ښکرونو، وېښتانو او نوکانو سره راځي او په رښتيا چې وينه به يې پر زمکه له تويېدو نه وړاندې د الله جل جلاله د رضا د ګټلو پر ځای توی شوې وي، نو په دې سره ځان خوښ، خوشحاله، پاک پاکيزه کړئ».
علماء وايي، چې د لوی اختر په ورځ قرباني کول له صدقې ورکولو ډېر غوره دي، ځکه قرباني کول واجب هم وي او سنت هم وي، اما صدقه کول دا يوازې نفل دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم چې مدينې ته هجرت وکړ، نو ډېر مسلمانان له مالي ستونزو سره مخ وو، خو رسول الله صلی الله عليم وسلم قرباني کوله او هغه غوښې يې پر مسلمانانو باندې وېشلې.
عن ابن عمر رضی الله عنهما قال: اقام رسول الله صلی الله عليه وسلم بالمدينة عشر سنين يضّحی. ژباړه: عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم لس کاله په مدينه کې تېر کړل، قرباني به يې کوله. (ترمذي).
سېکولران، مستشرقين او د دوی پېروان چې ځانونه مسلمان هم ګڼي خو په قرباني پورې خاندي، ولې د اسلام مبارک دين د قرباني سبب بيان کړی دی: عن زيد بن ارقم رضی الله عنه قال اصحاب رسول الله صلی الله عليه وسلم يا رسول الله ما هذه الأضاحي؟ قال: سنة أبيکم ابراهيم عليه السلام… . زيد بن ارقم وايي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم اصحابو کرامو وويل: اې رسول الله صلی الله عليه وسلم! د دې قربانيو راز، حکمت او خصوصيت څه شی دی؟ (رسول الله صلی الله عليه وسلم) وويل: دا ستاسو د پلار (ابراهيم خليل الله) سنت دی.
ځينې بې دينه ملحدان وايي، چې د دې قربانيو په ذبح کولو سره د څارويو قلت راځي!! چې دا هم يوه پلمه او بهانه ده، که د ځينو مالونو په ذبح کولو سره څاروي زياتېدای، نو په هندوستان کې به غواګانې بيخي نه ځاييدلې. همداشان پخوا پر اسانو باندې جنګونه کېدل، چې وژل کېدل هم، خو بيا به هم پر هر کور کې يو دوه آسان وو. اما اوس جنګونو تغير هم خوړلی، آسان نه په کې کاريږي، ولې د آسانو قلت دی، نو په قرباني کولو سره څاروي نه کميږي.
همدارنګه يوه بله ستونزه تل د لوی اختر په شپو ورځو کې زمزمه کيږي، هغه دا چې سېکولران وايي: د قربانۍ د حيوان د ذبح کولو پر مهال يو ډول وېروس ترې پيداکيږي او انسانانو ته انتقاليږي، چې د هغوی د مړينې لامل جوړيږي. ولې مونږ هره ورځ ګورو چې قصابان څاروي ذبح کوي، غوښې یې له سهاره تر بېګا په بازارونو کې ځړيږي، چې د وېروسونو د مخنيوي لپاره يې هيڅ ګام هم نه وي اخيستل شوی. اما د قرباني د څاروي غوښه له ذبح کولو وروسته ډېره ژر خوندي ځايونو ته رسول کيږي، وينې او نور فضله مواد يې هم ژر ژر پټيږي، خو د ابراهيمي سنتو (قرباني) دښمنان يې په مخکې خنډونه پيداکوي!!
شتمن مسلمانان بايد د زړه له اخلاصه قرباني وکړي او د هغو په غوښو کې نور بېوزله مسلمانان له ځان سره شريک کړي، د ملحدانو په خوسا خبرو و نه غوليږي.
د مکې مشرکانو به د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګرځېدا او خوراک څښاک انتقاد کولو، اوسني ملحدان د ځوانانو د ذهنونو د اړولو لپاره ډول ډول دسيسې جوړوي.
ليکنه: عباس عابد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: