’ټرمپ له افغانستانه د امريکايي عسکرو په اېستلو ټينګار کوي‘

عزم (پنجشنبه، ۲ زمری، ۱۳۹۹): د سټارز اېنډ سټرېپس په نامه امريکايي ورځپاڼې ته يو ليکوال د ټرمپ لخوا، له افغانستان څخه د امريکايانو په وتلو د ټينګار په اړه ليکنه کړې.

   په دې ليکنه کې راغلي، د ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزارت ترمنځ په دې اړه خبرې شوې. ټرمپ له ډېر وخت راهيسې په نومبر کې د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو نه د مخه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر په کمولو ټينګار کوي.

   ليکوال زياتوي، ټرمپ ته ويل کيږي چې په افغانستان کې له ۸۶۰۰ څخه د امريکايي عسکرو کمول د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې تړون پورې تړلي، چې تر اوسه د دغې موافقتنامې ډېر شرطونه نه دي پوره شوي.

   ليکوال دا نه ده څرګنده کړې، چې ټرمپ ته چا په دې اړه ويلي، خو د امريکايي لوري لخوا وخت ناوخت، څرګندونو ته په کتو، ګوندې ټرمپ ته CIA او پېنټاګون د امريکايانو د اېستلو په اړه، چې ټرمپ يې غواړي، داسې مشوره نه وي ورکړې.

   که څه هم دغه ورځپاڼه د امريکا د فوځي چارواکو په هکله ليکي، چې دوی له پخوا راهيسې غواړي چې په منځني ختيځ او افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمېر کم کړي او دلايل يې دا په ګوته کړي: لومړی، د داعش ځپل دوهم، په افغانستان کې جوړجاړي ته تمه او دريم، د ټرمپ نه لېوالتيا چې امريکا دې په جګړو کې ښکېله وي.

   دا ورځپانه دغه مطلب په داسې وخت کې خپروي چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي وار د مخه ويلي، چې د دوحې د تړون لومړۍ مرحله پای ته رسېدلې، اوس به دوهم پړاو پيليږي، چې شرايط به يې د شخړو کمول، د بنديانو د خلاصون پروسه بشپړول او بالاخره د بين الافغاني مذاکراتو شروع کېدل وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button