د عرفې او لوی اختر په ورځ به هم کعبه شريفه د عامو عبادت کوونکیو پر مخ تړلې وي

 

عزم (جمعه، ۳ زمری، ۱۳۹۹): د کرونا وبا له کبله به د عرفې او لوی اختر په ورځ هم بيت الله شريف د عامو عبادت کوونکيو پر مخ بند وي.
د حج د خونديتابه مرستيال قومندان محمد بن واصل الاحمدي په دې اړه د خبرو په ترڅ کې وویل، چې په بيت الله شريف او باندنيو ساحو کې يې لا هم عوامو ته د لمانځه کولو اجازه نشته. د مکې مکرمې اوسېدونکي به هم د عرفې د ورځې روژه ماتی په خپلو کورونو کې کوي.
د هغه په خبره، يوازې هغو خلکو ته به د بیت الله شریف احاطې ته د ننوتو اجازه وي، چې له دولتي چارواکو سره راغلي وي.
محمد بن واصل زياته کړې، چې د حج د پروګرام لومړنی پړاو بشپړ شوی او پاتې پړاوونه به په راتلونکیو څو ورځو کې عملي شي.
هغه همدارنګه وویل، سږ کال موږ دې فوق العاده حالاتو ته په کتو سره، روغتيايي برخې ته ډېره پاملرنه کړې ده. په احتياطي ډول د خونديتوب په موخه له کعبې شريفې نه د طواف او د صفا او مروه تر منځ د سعې لپاره لارې ټاکل شوې دي.
څرګنده دې وي، د کرونا وبا په سبب د سعودي عربستان د حج د پاليسي له مخې به سږ کال يوازې سعودي مېشتي محدود شمېر وګړي د حج مبارکه فريضه اداء کړي او له نورو هېوادونو نه به د حج لپاره هيڅ څوک هم سعودي عربستان ته د ورتلو اجازه و نه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button