خلیلزاد د پنځو هیوادونو په سفر وتلی دی

عزم یکشنبه ۵زمری، ۱۳۹۹):امریکا وایي چې د افغانستان د سولې لپاره یې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پنځو هیوادونو پر سفر وتلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، خلیلزاد به د قطر، پاکستان، کابل، ناروې او بلغاریا هیوادونو ته ولاړ شي او یادو هیوادونو کې به د افغانستان وضعیت په هکله اړوندو چارواکو سره وګوري.

اعلامیه وایی، خليلزاد به په دوحه او کابل کې د پاتې زندانيانو د تبادلې لپاره هڅې وکړي او اسلام باد ته به ددې پروسې څخه د ملاتړ جلبلولو په موخه سفر وکړي.
امریکا ویلي چې زلمی خلیلزاد به ناروې او بلغاريا ته په سفر کۍ د ناټو غړو هيوادونو سره د ورستيو پرمختګونو د معلوماتو شريکولو هڅه وکړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button