له تسنيم خبري آژانس سره د ملا عبدالغني برادر د مرکې لنډيز

عزم (دوشنبه، ۶ زمری، ۱۳۹۹) : په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر رئيس او د مشرتابه سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر له تسنيم خبري اژانس سره په مرکه کې د افغان سولې اړوند په مهمو مسائلو غږېدلی.
ښاغلي برادر ويلي: د اسلامي امارت او امريکا تر منځ هيڅ ډول پټ او مخفي توافقات نشته، که بهرني ځواکونه له ټاکل شوي مهالوېش سره سم، په ځانګړې موده کې ونه وځي، موږ به پر نورو لارو چارو غور وکړو.
ملا برادر اخند ټينګار کړی چې بايد مقابل جهت د ورکړل شوي لست له مخې د طالبانو پنځه زره بنديان خلاص کړي، تر څو بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره شي. د پنځه زره طالب زندانيانو خلاصون د بين الافغاني مذاکراتو لپاره يو لومړنی او اساسي شرط دی.
نوموړي هغه راپورونه هم رد کړي چې ګواکې «اسلامي امارت» د کابل ادارې ته د پاتې بنديانو پر ځای، بديل لست ورکړی.
له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو په اړه ښاغلي برادر اخند وويل: تر اوسه د توافقنامې تطبيق په ښه توګه روان دی، امريکايانو پنځه نظامي اډې تخليه کړې دي او د خپلو ځواکونو شمېر يې (۸۶۰۰) ته راښکته کړی او دغه بهير لا هم روان دی.
خو د ښاغلي برادر په وينا: د توافقنامې له مخې ټاکل شوې ده چې بهرني ځواکونه بايد په (۱۴) مياشتو کې له افغانستان څخه ووځي، خو که په دغه موده کې ونه وتل او مهالوېش يې تطبيق نه کړ، اسلامي امارت به پر نورو لارو چارو او اقداماتو غور وکړي.
دا چې د بين الافغاني مذاکراتو پايله کې به يو نوی اسلامي حکومت جوړيږي، د طالبانو د سياسي دفتر رئيس ملا عبدالغني برادر په دې هکله وويل: کله چې د بين الافغاني تفاهم او مذاکراتو پايله کې نوی اسلامي حکومت جوړ شي، هر افغان کولی شي چې په دغه نظام کې د هېواد د خدمت لپاره برخه واخلي.
نوموړي د کابل حکومت ته په اشارې وويل: د سولې پروسه ګڼ شمېر دښمنان هم لري، چې کېدای شي د اشرف غني په ډله کې هم دغه سوله ضد کړۍ شتون ولري.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې ايا امريکا به د افغانستان د راتلونکي نظام په جوړولو کې رول ولري؟
ښاغلي برادر وويل: د نوي اسلامي نظام تاکل افغان ولس پورې اړه لري، دا د افغانانو کار دی او بايد چې يوازې افغانان په دې اړه تصميم ونيس.
بايد وويل شي چې له څو مودې راهيسې د کابل حکومت چارواکي او يو شمېر سياسي مبصرين ادعا کوي، چې ګواکې د طالبانو د نظامي او سياسي مشرانو تر منځ «ژور اختلافات» راټوکېدلي. خو ښاغلي ملا برادر اخند دغه ادعاوې بې بنسټه وبللې.
د نوموړي په وينا: دا د دښمن بې ځايه تبليغات دي، اسلامي امارت واحده رهبري لري. موږ د اختر په ورځو کې د اوربند او د عملياتو د کمښت په جريان کې عملاً ثابته کړه، چې اسلامي امارت يو متحد صف دی، واحده رهبري لري او زموږ تر منځ هيڅ ډول اختلافات نه دي موجود!
ښاغلي برادر همداراز د بين الافغاني مذاکراتو د پيل ځای او اوربند په اړه هم څرګنده کړه، چې د قطر د توافقنامې پر اساس ټاکل شوې ده چې د بين افغاني مذاکراتو پر مهال به اوربند د بحث يوه لومړۍ او اساسي موضوع وي. همدغه شان اړوند لوريو موافقه کړې ده چې د بين الافغاني مذاکراتو ابتدائي مرحله به په قطر کې پيليږي، خو د مذاکراتو لپاره د راتلونکي ځای او نورو موضوعاتو په اړه به وروسته تصميم نيول کيږي.
که چېرې په امريکا کې د ټرمپ پر ځای بل کس واک ته ورسيږي نو ايا هغه به د دې تړون مخالفت وکړي او د افغان سولې پروسه به له خنډ سره مخ شي؟
محترم ملا برادر اخند په دې هکله وويل: د افغانستان جګړه ډېره اوږده شوه او له همدې وجې آن د اوباما په دوره کې د يو سوله ييز حل لپاره هلې ځلې پيل شوې. امريکايانو غوښتل چې دغه ستونزه د خبرو اترو له لارې حل شي، چې دا دی بالآخره د ټرمپ په دوره کې مذاکرات د دوحې په توافقنامې پای ته ورسېدل. نو موږ هيله لرو چې که په امريکا کې هر څوک واک ته ورسيږي، دغه توافق ته به ژمن وي، ځکه چې دغه تړون د دواړو هېوادونو په ګټه دی.
د مرکې پای کې ښاغلي ملا برادر اخند وويل: موږ له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د ښه چلند غوښتونکي يو، همداراز د سيمې له لويو قدرتونو او د نړۍ ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو هيله لرو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button