غني د يوې ځانګړې کړۍ په انحصار کې

غني به د ملي وحدت د حکومت پر مهال د غازي امان الله خان نوم په بېلابېلو ځايونو (مواردو) کې ډېر ياداوه. هغه يو ځل ويل، چې د امان الله خان ناتمام څپرکی به بشپړ کړي. هغه به حتی د هغه مېز تر شا کېناسته، چې غازي کارولی و. په داسې حال کې، هغه مشترک لامل چې د غني او امان الله خان ترمنځ دی، کولای شو د درباريانو لخوا د انحصار هغه کړۍ وبولو، چې دوی دواړه يې له واقعي او عيني وضعيت څخه بې خبره ساتلي وو. د اصلاحاتو له پېل څخه وروسته د غازي امان الله خان اړيکې له ولس سره مخ په ځوړ او کمېدو شوې، ځکه چې د غازي شاوخوا هغه چا نيولې وه، چې نه يې د ټولنې پېژندنې علم لاره او نه باچا او نه يې اصلاحاتو ته وفادار ول.
د غلام محمد غبار په باور، د ځوان باچا دربار په دوو ډلو وېشل شوی وو، چې يوې به د بلې فعاليتونه خنثی کول. همدغه و چې د خلکو د اړتياوو او ستونزو د نه درک کولو له کبله هغه ډله، چې د غازي کلکه ملاتړې وه، هم له دې څخه لېرې شوه، يوازې پاچا پاته شو او اصلاحات يې، چې هغه هم پلي نشول.
غني هم اوسمهال له همداسې برخليک سره مخ دی. دی که څه هم په اقتصادي ډګر کې په شدت سره د تغير او تبديل ارزومند دی، نو په همدې دليل دی د اقتصادي او اصلاحي پروګرامونو پلي کېدل غواړي، خو پرته له دې چې له ټولنيز او کلتوري اړخه يې دقيقه څېړنه او بيا کتنه وکړي. دا د ملي دسترخوان پروګرام هم له هغو طرحو څخه دی، چې د نړۍ په څو هېوادونو لکه، کاناډا، امريکا او جاپان کې تطبيق شوی. په دغو هېوادونو کې په مياشتني ډول يوه اندازه پيسې د خلکو اکاونټونو (حسابونو) ته ور زياتيږي، تر څو د اقتصادي رکود په فضا کې، چې له کرونا نه راپيدا شوې، د دې هېوادونو وګړي له اقتصادي ستونزو سره مخ نشي.
همدارنګه د کابل حکومت هم وغوښتل چې د هېواد ۹۰ سلنه خلکو ته د نړيوال بانک په مرسته دغسې يو پروګرام پلي کړي، خو دغه پروګرام په هيڅ ډول ټولنیز، کلتوري او اقتصادي اړخ نه لګاوه. څو دولتي بنسټونه د دې طرحې د عملي کولو مسؤل شول، خو د دې طرحې په اړه مقننه قوه په جريان کې وا نه چول شوه، چې د ولسي جرګې غبرګون د دې ادعا ثبوت دی.
واقعيت دا دی، چې غني په اصل کې د خپلو طرحو له تطبيقه بې خبره ساتل کيږي او په دې نه پوهيږي، چې طرحې يې تر کومه بريده د پلي کېدو وړ دي او د خلکو غبرګون يې په اړه څومره دی. ځکه چې د دې طرحو په وړاندې هر ډول عکس العمل د ده تر غوږه نه رسيږي.
د دې ترڅنګ، د غني زياتره وخت يوازې د هغو طرحو په اورېدلو باندې لګيږي، چې د ده شاوخوا کسان يې د يو بل د کمزوري کولو په موخه ور وړاندې کوي.
په دې ورځو کې خواله رسنۍ له هغو حکمونو نه ډکې دي، چې غني خپلو خواوشا نږدې کسانو ته صادر کړي. دا حکمونه د ځانګړيو صلاحيتونو تر څنګ يو لړ څنګيز صلاحيتونه هم دې مقاماتو ته ايجادوي.
دا څنګيز صلاحيتونه نېغ په نېغه د نورو مقاماتو صلاحيتونه کموي. هغه خلک چې دا مهال غني ته ورنږدې دي، خورا کوښښ کوي چې خلک غني ته پرته له دوی د رسېدو بل کانال و نه مومي. دوی اطلاعات د خپل ځان په ګټه راڅرخوي او هغه ته يې په ناقصه توګه وړاندې کوي.
غني د کره مالوماتو د نشتون له کبله نه شي کولای چې سم تصميم ونيسي، په پايله کې ورځ په ورځ د حکومت پر وړاندې د خلکو د ناخوښۍ کچه لوړيږي. له دې وضعيت څخه غني ته نږدې کسان او وفاداران يې هم مستثنی نه دي. هغه مقامات چې له غني راچاپېره دي، په يو بل بدګومانه دي. دې بدګوماني او بې باوری د دوی ترمنځ د توطيې تيوري ته هوا ورکړې، په همدې اساس د يو بل په حذفولو بوخت دي. د غني شاوخوا کسانو ته يوه لنډه کتنه دا جوتوي، چې په تېرو څو کلونو کې د ده ډېری شمېر نږدې کسان د ده له نظره غورځېدلي او ځای يې نورو نيولی. دا څرخ همداسې پسې تاويږي، څوک چې غني ته نږدې شوي، نه پرېږدي چې نور کسان ورنږدې شي، چې لږ تر لږ هغه ته رښتيني معلومات ورکړي.
د غازي امان الله خان د ناتمام څپرکي،  بشپړونکی دعوه دار بايد پوه شي چې د شاه امان الله خان د حکومت د سقوط له اساسي عواملو نه يو هم هغه ځانګړې کړۍ وه، چې هغه يې په مختلفو مواردو کې له واقعيت نه لېرې ساتلی و.

عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button