چين کې سمندري توپان ۴ تنه وژلي او ۸۰ يې ټپيان کړي
بينجنګ(عزم:دوشنبه،۱۳ تله،۹۴ ل) د چين په جنوبي ساحلي سيمې ګوانګ ډونګ کې د موجيګي په نامه تېزو سمندري څپو ۴ تنه وژلي او تر ۸۰ څخه زيات يې ټپيان کړي دي.
چينايي چارواکي وايي چې دغه توپان د ګوانګ ډنګ ايالت د ړانګجينګ په ښار کې رامنځته شوی چې د مړو او ټپيانو سربېره يې ګڼ شمېر خلک د کورونو پرېښودو ته هم اړ کړي دي.
په سيمه کې دولتي مرستندويه ټيمونه په کار بوخت دي او د ژغورنې چارې رواني دي، مرستندويه ټيمونه هڅه کوي زيانمنو شوو کورنيو ته عاجلې مرستې هم ورسوي.
د چينايي رسنيو د راپورونو له مخې په سيمه کې لا هم د ۱۸۰ کېلو متر پر ساعت تېزه هوا چليږي چې خلک يې وېرولي دي.
د باران او توپان له امله د ړانګجينګ ښار بريښنا او د ټيلفون تارونه پرې شوي دي چې ددغه ښار د خلکو له پاره په اړیکو ټينګولو کې هم ستونزې راولاړې شوي دي.
عبداللطيف نظيف