غني: د ملکي تلفاتو هره ادعا دې په شفافه او هراړخیزه توګه وارزول شي او جدي اقدامات دې وشي

عزم دوشنبه ۶زمری، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې یوناما راپور خپور کړ چې ګواکې تیرو شپږو میاشتو کې په زرګونو ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ۲۳سلنې تلفاتو عاملین یې دولتي عسکر یاد کړل؛ تازه له ارګ څخه په دې هکله یوه خپره شوې اعلامیه کې دا تلفات غندل شوي دي.

ارګ ویلي چې د حسن نیت او جنګ پای ته رسیدو پخاطر یې تر اوسه ۴۴۰۰طالب بندیان له بنده آزاد کړي، خو دا یې نه دي روښانه کړېچې پاتې ۶۰۰ولې نه آزادوي؟

ارګ هم د ملکي تلفاتو پړه پرطالبانو او نورو ګروپونو؟ ور اچولې او ټينګار یې کړی چې اعلی سرقومندان “اشرف غني”ته ملکي تلفات قطعاً د منلو وړ نه دي.

اشرف غني ویلي« د دې د مخنیوي او د خلکو د سر او مال د خوندیتوب په موخه دې د ملکي تلفاتو هره ادعا په شفافه او هراړخیزه توګه وارزول شي او جدي اقدامات دې وشي.»
د یادونې وړ ده چې ارګ په تیرو څومیاشتو کې د دولتي عسکرو لخوا د ملکي تلفاتو په اوښتو چوپ وه او په ځانګړې توګه یې په هرات، هلمند او نورو ولایاتو کې ملکیانو ته د اړول شوې مرګ ژوبلې په هکله هیڅ راز غبرګون نه دی ښوودلی؛ چې د شنونکو په باور اوسمهال د ارګ له آدرسه دا ډول اعلامیې دا جوتوي چې د ارګ چارواکو د بهرني فشار په مټ پر ملکیانو د خواشيني ښودلو جسارت کړی دی.

د یوناما راپور چې طالبان په کې د ۴۳سلنې ملکي مرګ ژوبلې عاملین بلل شوي، د طالبانو لخوا رد شوی او ویل شوي دي چې «په هیواد کې د ملکي تلفاتو اصلي او عمده عامل په عامه کلیو او کورونو او ملکي ځایونو باندې ړندې بمبارۍ او همدا راز د توپونو او هاوانونو اورول دي چې د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ وروستۍ پيښه يې ښه بیلګه ده او دا ډول کارونه د کابل ادارې د عسکرو او د هغوی د بهرنیو ملاتړو لخوا ترسره کیږي»

طالبان وایي:  «مونږ پوهیږو چې د یوناما راپور د کابل ادارې د استخباراتي ارګانونو او همدا راز د بهرنیو ځواکونو له قومندانۍ سره په هماهنګي کې ترتیبیږي چې طبعا د هغوی په مزاج او خوښه خبرې په کې ځایږي او د ملکي تلفاتو غوندې کاملا بشري موضوع سره سیاسي چلند او تبلیغاتي برخورد ته لاره هواروي»
د طالبانو اعلامیه کې راغلي؛ د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره ښه او مؤثر ګامونه هلته اخیستل کیدی شي چې هغه نهادونه چې ځان بې پرې بولي واقعا د بشري همدردۍ له مخې د ملکي تلفاتو په قضیه باندې تمرکز وکړي،« نه داچې له دې موضوع څخه د یوجهت د ملامته ښودلو لپاره سیاسي استفاده وشي او د پروپاګند لپاره توکي برابر کړل شي»

د یوناما د راپور له مخې د ۲۰۲۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۱،۲۸۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي او ۲،۱۷۶ نور ټپیان شوي دي
په راپور کې ویل شوي چې د اوښتې ملکي مرګ ژوبلې ۴۰ سلنه ښځې او ماشومان دي چې د روان میلادي کال په ۶ میاشتو کې ۱۳۸ ښځې وژل شوې، ۲۵۹ ټپیانې شوي او همدارنګه ۳۴۰ ماشومان وژل شوي او ۷۲۷یې ټپیان شوي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button