آیا د غربي تمدن هر څه د منلو دي؟ (4 برخه)

 

عزام مهاجر

• غربي تمدن څنګه اسلامي نړۍ ته داخل شو او نتیجه یې څه شوه؟

• اسلامي نړۍ ته د غربي تمدن او فکر په راوړلو او د هغو په ترویج کې د مسلمانو پاچاهانو کردار

اسلامي هیوادونو ته د غربي تمدن، تعلیم او د ژوند تګلارې په راواردولو او د هغو په خپرواي کې د محصلینو او د غرب له فاضلانو پرته د مسلمانو هیوادونو پاچاهانو هم خپل پوره کردار اداء کړ او پردي افکار او تمدن یې په خپلو هیوادونو کې پر مسلمانانو یا د هغو د ستاینې او غوره معرفي کولو په نتیجه کې وتپل او یا یې د زور، وهلو او تړلو په پایله کې پرې تحمیل کړل. خپله یې فکري انحراف ته د لارې اوارولواو د مسلمانانو په بې لاري کولو کې له هیڅ سستۍ او غفلت څخه کار وانخیست. ځینې یې تر دې حده غربي تمدن ته خوشبینه وو چې غرب ته ولاړل او له هغې خوا یې په خپله دغه تمدن، عنعنات او خیالي پرمختګونه مسلمانو هیوادونو ته راوړل او پر خلګو یې وتپل. له همدې ځایه وه چې اسلامي نړۍ ته د غربي تمدن په راواردولو کې هغو کسانو هم غوښن رول ولوباوه څوک چې له تعلیم پرته اروپا ته په دوره تللي و او هلته د غربي تمدن د جادو تر تأثیر لاندې راغلل . زه تاریخ نه لیکم او نه د یادې موضوع ابعاد او ژور اړخونه څېړم، ځکه چې د دې اړوندبېل او تفصیلي کتابونه لیکل شوي دي. زه صرف هغه حالت ته یو ځغلند نظر کوم چې څنګه غربي تمدن اسلامي نړۍ ته داخل شو او څنګه یې هلته ریښې وغځولې.

• جمال عبدالناصر او د مصري مسلمانانو د ګمراه کولو هڅې

په مصر کې د ۱۹۵۲م کال له انقلاب وړاندې مصري ادیبانو، د قلم څښتنانو او لیکوالانو پردي تمدن، مغرب پرستۍ او د غرب هغو مادي تحریکونو او فلسفې ته چې له دباندې څخه راوړل شوي و، په هیواد کې په پراخه کچه د خپرولو لپاره ځانونه وقف کړل او په پوره همت سره یې ټټر ورته وواهه. هر یوه د خپل توان مطابق خدمت ورته کاوه. پر خلګو یې اثرات لوېدل او د پوهنتونونو ځوان نسل، پوځي افسران او د نوي نسل افراد پرې رامات وو. هر ځیرک، انقلاب غوښتونکې او په حالاتو کې د بدلون شوقي فکر به په پراخه سینه قبلول. په اړه یې ډېر کتابونه ولیکل شول او ځوانانو به خپل فکري بلوغ ته په نږدې زمانه کې لوستل؛ هغه به یې په بشپړ ډول هضم کړل او هغه غربي مواد به یې د فکر او عقیدې او د ژوند د هیلو او حوصلو یو نه بېلېدونکی جز وګرځېدی. دا فلسفې هغوئ د هیواد د پرمختګ او د آزادو پرمختللو هیوادونو په صف کې د درېدلو لپاره یوازینۍ وسیله بلل. له دغو افکارو، نظریاتو، فلسفو، تقلیدي نظامونو، طریقو او د هغه وخت تعلیمي نظام څخه په یوه کې هم دا صلاحیت نه و چې په ځوانانو کې لوړ فکر او تخیل پیدا کړي. هماغه د کمال اتاترک د قوم پرستۍ فارمولا وه چې دلته د ترکي قوم پرستۍ پر ځای د عرب قوم پرستۍ په نامه پر خلګو عملي کېدل. او د عربو د دې قوم پرستۍ سره یو بل پیوند د سوشلزم ده هم نښتی و چې د اتاترک په وخت کې لا دومره څرګند شوی نه و او د خلګو پر ذهنونو یې دومره تسلط نه و موندلی.

له انقلاب راتللو وروسته څرګنده شوه چې دا یو مستقل پلان، فلسفه او نظریه ده چې د قوم پرستۍ او سوشلزم پر مادي بنسټونو باندې دلته ورو ورو بناء کیږي. په مصر کې دا لوبه ځیني اشخاصو ترسره کول چې په سر کې یې جمال عبدالناصر و او د یاد فکر، نظریې او فلسفې تر شا ولاړ و. جمال عبدالناصر چې کوم ډول مصر، ټولنه او خلګ غوښتل د هغه یادونه یې د ۱۹۶۲م کال په «المیثاق الوطني» کې کړې ده چې د مصر پخوانۍ ټولنه باید په داسې نوې ټولنه بدله شي چې د ځان لپاره داسې ټولنیز تعلقات او رابطې انتخاب کړای شي چې نوې اخلاق پرې بناء کړای شي او د یو نوي وطني تمدن په مټ یې څرګندونه کیږي. داسې ټولنه چې آزادي، سوشلزم او اتحاد د ژوند اساس او د خپلوهڅو اهداف ګڼي. د مصري ټولنې د هلو ځلو ریښې په هغه فرعوني تاریخ کې ولټوي کوم چې د مصري او انساني تمدن تر ټولو لومړی باني دی. دعرب قوم په حق کې د خپلو هڅو هدف د(مسلمانانو نه، بلکې د) عربي امت یووالی ګڼي. داسې ټولنه چې په نزد یې د عربي امت یووالی د ژبي، تاریخ او آرزوګانو پر یووالي بناء وي. د همدې یووالي په نتیجه کې د فکر او دماغ یووالی رامنځته کیږي؛ د ضمیر او وجدان یووالی راځي او د آرزو یووالی د راتلونکې د یووالي سرچینه ده.(لومړی، دریم او نهم بابونه)

تر کومه چې د اسلام د مذهب خبره ده کوم چې له محدودو لږکیو پرته د ټولو عربو دین دی، دغه ټولنه یې باید د نورو ټولو دینونو په څير وګڼي او ټول په یوه صف کې او پر یوه سطحه کښېږدي او د ټولو د بقاء او پرمختګ ضامن او د ټولو د تأثیر او قوت اعتراف وکړي. د نوموړي ټولنې په نزد د مذهبي عقیدې د آزادۍ تقدس باید په نوي او پرمختللي ژوند کې ځای ولري، که څوک اسلام اختیاروي او که اسلام پرېږدي او نصرانیت، یهودیت، بودایزم او یا بل کوم دین اختیاروي، هیڅ قید او بند باید نه وي او د هر چا د مذهبي عقیدې د آزادۍ درانوی باید وشي.

دغه نوې ټولنه باید ټولو حقائقو او پېښو ته د یو داسې سوشلسټ او ماده پرست انسان په نظر وګوري، څوک چې صرف د مذهبونو مادي اړخ او د هغو انقلابي قوت او د انسانیت په تاریخ کې د هغو کردار ته د اهمیت ورکولو عادي وي او پر آخرت، غیبي امورو او د عقیدې او ایمان پر ارزښت او اخروي ثواب هیڅ یقین نه لري. د مصر دغه میثاق چې جمال عبدالناصر ټکې په ټکې ووایه او خلګو ته یې ور واوروی، وایي:
«ټول اسماني مذهبونه په خپل حقیقت او اصل کې انساني انقلابونه دي چې هدف یې د مسلمانانو عزت، سرلوړي او خوشالي ده او د مذهبي مفکرینو تر ټولو ستره ذمه واري داده چې د دین د دې جوهر او حقیقت ساتنه وکړي.»(اوم باب)

جمال عبدالناصرد نوې عربي ټولنې او د هغې د افرادو او حقوقو په اړه داسې نظر درلود کوم چې هیڅ د اسلامي شریعت او د الله تعالی د ټاکلو حدودو پابند نه وي، بلکې د ښو او بدو او حلالو حرامو تر منځ توپیر باید د غربي ټولنې او نوي فکر پر اساس وشي. ښځه د نوموړي په نزد د نارینه سره مساوي درجه لري او ضروري ده چې هغه زړې زولنې او خنډونه کوم چې یې د آزادانه ګرځېدلو، کړنو او پرمختګونو په مخ کې خنډ ګرځي، ماتې او لري کړای شي تر څو هغه هم د ژوند په بناء کې مثبت قدم واخلي.

له دې میثاق څخه که د عربو او مصر هغه الفاظ وایستل شي کوم چې په تکرار سره پکې راځي او دغه میثاق یو بې دینه (سیکولر) او سوشلسټ هیواد ته منسوب کړای شي نو هیڅ توپیر به یې ونه شي چې دا اصلا د یو مسلمان هیواد او که د یو سیکولر او سوشلسټ هیواد میثاق دی، ځکه چې دا ټول حکومتونه د عقیدې د آزادۍ، او پر انسان او انساني تمدن باندې له مذهب څخه د پیدا کېدونکو روحاني اقدارو، اثر او تسلط اعتراف کوي.

د دغه بدلون مشرانو د مصري ټولنې، او مصري فکر او دماغ د بشپړ بدلون او نوي تشکیل لپاره ډېر کلک او درانه قدمونه واخیستل چې په حقیقت کې د ټول عرب قوم د ذهنیت د بدلولو لومړی ګام و. هغوئ پر عربي قومیت پرستۍ باندې د مذهب او عقیدې په څیر ټینګار کاوه او د قلم څښتنانو او ادیبانو د یو ستر هدف په حیث کار ورته وکړ. هغوئ ته پر فرعوني عهد د فخر کولو او د هغه د بیا را ژوندې کولو د دعوت زمینه برابره کړای شوه او د قومیت، تمدن او د هیواد د ورثې په حیث د فرعونیت دعوت وشو تر داسې چې خلګو به ویل: « موږ عرب یو او د فرعون اولادونه یو.» د فرعون په تورې کې د خلګو لپاره نور د نفرت، بد ګڼلو یا پر هغه د شرمېدلو هغه ځای نه و کوم چې قرآن کریم د یو تل پاتې حقیقت په حیث ذکر کړی دی او په هره زمانه کې مسلمانانو پرې ایمان لرلی دی. د عربو او عربیت الفاظ د الله د نامه سره شریکان کړای شول او خلګو به ویل: «العزة لله و للعرب» عزت د الله تعالی او د عربو لپاره خاص دی.

هغوئ د هر هغه چا ستاینه وکړه چاچې په دې شیانو کې مبالغه او غلوه کول که څه هم له اسلام څخه پرې وتلو او د الحاد حد ته رسېدی. د انعامونو، لقبونو او شهرت له بېلابېلو لارو یې ستاینه کېدل، د قلم څښتنانو او جریدو لیکوالانو ته په دې اړه بشپړه آزادي ورکول شوه چې څه چې یې زړه غواړي ودې لیکي. رسالو او جریدو ته داسې آزادي ورکول شوه چې که وغواړي چې د دین او د هغه د شعائرو توهین او سپکاوی وکړي؛ د دین بې حرمتي وکړي او په ټولنه کې بې حیایي، بې لاري او فسق و فجور خپور کړي نو هیڅ ممانعت او باک نشته. نتیجه یې دا شوه چې په اخبارونو او رسالو کې به یې فحش او لوڅ انځورونه، ناوړه او جنسي افسانوي کیسې او جنسیت پارونکي خبرونه خپرول او مقصد یې دا و چې ورو ورو د ټولني عقلیت په بشپړ ډول بدل کړای شي او مادي رنګ او سوشلزم په پوره ډول پرې غالب شي. د ټولني د دې عمومي بدلون لپاره یې له ډېرو نورو لارو چارو څخه کار واخیست. د جامع ازهر نظام بدل کړای شو؛ شرعي محکمې، قضا او دیني اوقاف له منځه یووړل شول او د مخلوط تعلیم، تمدني غونډو او رقص و سروز په پراخه کچه خپراوی وشو.

په عمومي ډول یې نتیجه دا راووته چې نه یوازي مصر بلکې په ټولو عربي هیوادونو کې یو پراخ ذهني انتشار پیدا شو. هغه بنسټونه بلکل متزلزل شول پر کومو چې یې هغه ذي شعوره او له صلاحیت او اهلیته ډکه ټولنه دریږي کومه چې پر خپله عقیده، شخصیت او تاریخ نازیږي او په انقلابي ژوند کې د مقابلې قوت، ثابت قدمۍ، پر سختیو صبر، د دین حمیت او عزت او ناموس ساتلو احساس پکې پیدا کوي. د هغو ځای شک، اضطراب، بې غیرتۍ، ویري، وهن، عافیت او راحت خوښونې ونیو. د شک اچونې د دې زورور او پلان شوي کوشش له نتیجې او د هغه لوېدلې ادب له اثر څخه کوم چې پر جنسي جذبې او نفساني سکون ولاړ دی، ټول عرب قوم له هغه معنوي قوت څخه محروم شو کوم چې په حساسو وختونو کې د یو قوم تر ټولو لویه تکیه او اغېز لرونکی طاقت وي. (د تغیر سره له مولانا ابوالحسن علي ندوي رحمه الله له کتاب «موقف العالم الاسلامي تجاه الحضارة الغربية» څخه. ص:۱۶۰-۱۶۹)

نور بیا…ان شاءالله

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button