طالبانو په لوګر کې د تیرې شپې چاودنه په سختو ټکو غندلې او د استخباراتي کړیو کار یې بللی

عزم جمعه، ۱۰زمری، ۱۳۹۹):طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوګر ولایت مرکز پل علم ښار کې د تیرې ورځې مرموزه چاودنه په سختو ټکو غندلې او دا کار یې د مرموزو استخباراتي حلقاتو کار بللی دی.
دغه چاودنه چې په ترڅ کې یې په لسګونو تنو هیوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، طالبانو یې په هکله ویلي دي چې«دا فاجعه د هغو جنګ طلبو استخباراتي حلقاتو کار دی چې زموږ په هېوادوالو يې سوله، امن، خوښۍ او اختر نه دی پیرزو؛ هغوی چې غواړي لا هم د جګړې اور بل پاتې شي، کرکه او نفرت دوام وکړي، بهرني اشغال او د دوی بدنامه واکمنۍ وغزیږي»
طالبانو پر عامو ولسونو غږ کړی چې په خبره یې« د مکار او ظالم دښمن ورته دسیسوته جدي متوجه واوسي»
د طالبانو اعلامیه وایي: دا ډول استخباراتي پلانونه په کار اچول چې ملکي خلک، عامه تأسیسات، مساجد، مدارس او علماء کرام په نښه کوي، د هیواد او اسلامي نظام د دښمنانو د “کمزورۍ او مایوسۍ وروستی حد دی” چې په وینا یې« ان شاءالله د هغوی په ماتې او محوه کیدو به منتج شي»

د یادونې وړ ده چې دغه چاودنه داسې مهال رامنځته کیږي چې پر ارګ یوځل بیا د امریکایي لوري فشار زیات شوی تر څو بین الافغاني مذاکراتو ته اماده او طالب بندیان آزاد کړي؛ هغه غوښتنه چې د شنونکو په باور، په ارګ کې حاکمې کړۍ یې له منلو د خپل واک زوال احساسوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button