امریکایي دیپلوماتان: پاتې طالب بندیان دې دریمګړي ځای ته واستول شي

عزم شنبه ۱۱زمری، ۱۳۹۹):رویټرز خبري آژانس په یوه راپور کې ویلي چې امریکایي دیپلوماتانو د کابل حکومت چارواکو او طالبانو ته وړاندیز کړی تر څو د پاتې طالب بندیانو په هکله دې، دریمګړي ځای ته د سپارلو پریکړه وکړي.

آژانس ویلي، په کوم ځای کې، چې دا بندیان به په کې وساتل شي افغان حکومت او طالبان باید په ګډه ترې څارنه وکړي.
د شوي وړاندیز له مخې،  یاد بندیان به د افغان حکومت له بنده خوشي کېږي‌ او په یوه نوي‌ ځای کې به په کورونو کې بند وي، چې دواړه لوري یې څارنې ته بشپړ لاس رسی ولري.

آژانس ویلي چې دا وړاندیز امریکایي استازي زلمي خلیلزاد ارګ او طالب مشرتابه ته کړی، خو لا یې په هکله دواړو لوریو په ډاګه څه نه دي ويلي.

یوه اسیايي ډيپلوماټ رویټرز ته ویلي، په کورونو کې د ۴۰۰ خوشي کېدونکو بندیانو د نظربند ساتل کېدو د وړاندیز ترڅنګ دا نظریې هم وړاندې شوې چې بندیان دې په عامه له اعلان پرته خوشي شي، یا دې د مذاکراتو تر پیلېدو لږ وروسته پرېښودل شي او یا دې هم طالبان وهڅول شي چې له دې دوو سوو خطرناکو بندیانو تېر شي.
اژانس وايي، دمګړی د پنځو زرو بندیانو له ډلې نږدې څلور سوه کسان پاتې دي، چې حکومت یې دوه سوه تنه پر سفارتونو، عامو سیمو او دولتي دفترونو باندې په بریدونو تورنوي.
په کابل کې یوه غربي ډیپلوماټ رويټرز ته ویلي، امریکایان او د هغوی متحدین په دې متفق دي چې د طالبانو ځینې تر ټولو خطرناک بندیان خوشي کول به ”بېعقلي“ وي.

رویټرز د دوو طالب چارواکو له خولې لیکلي چې خلیلزاد وعده کړې چې د بندیانو موضوع به ډېر ژر حل کړي، او تمه شته چې د اختر په ورځو کې (ښايي د شنبې یا یکشنبې په ورځ) وروستي بندیان خوشي شي.

دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني تیره ورځ په خپله اختریزه وینا کې د یادو بندیانو له خوشې کولو یوځل بیا نټه وکړه او ویې ویل چې دی یې د آزادولو واک نه لري او په دې هکله به لویه جرګه راوغواړي؛ هغه پلمه چې غوڅ اکثریت سیاسي مشران، شنونکي او آن د حکومت چارواکي یې د ارګ د چارواکو له خوا د واک د بقاء ناکامه هڅه بولي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button