‏ننګرهار: مرموزو چاودنو کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

عزم یکشنبه ۱۲زمری، ۱۳۹۹):راپورونه وایي، چې نن مازدیګر مهال د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د مرکزي محبس مخې ته موټربم او وسلوال برید شوی دی.

ځایی چارواکي وایي، تر چاودنې وروسته د افغان ځواکونو او وسلوالو ترمنځ نښته پیل شوې چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.

چارواکو ویلي تر چاودنې وروسته څو وسله وال د زندان ودانۍ ته ننوتلي او له افغان ځواکونو سره یې نښته پیل کړې .

چارواکی وایي، تردې مهاله د دې پېښې له امله یو تن وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي او ښایي تلفات نور هم زیات شي.

طالبانو پیښه کې لاس درلودل رد کړي دي.

د برید نوعیت ته په کتو سره داسې ښکاري چې برید د داعش وسلوالو لخوا ترسره شوی او د شنونکو په باورچې ښایي موخه یې د خپلو زندانیانو د خلاصون ترڅنګ د طالبانو او حکومت ترمنځ د اعلان شوي اوربند په هکله د بې باوري د رامنځته کیدو هڅه وي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button