هلمند کې د خُرما حاصلات ډېر شوي

عزم (دوشنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۹): د هلمند ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالداري رياست وايي: سږکال د هلمند د خُرما د باغونو حاصلات خورا زيات شوي او په هغو ونو يې کړې تجربې کاميابې شوې، چې له تېرو نږدې دريو لسيزو يې حاصل نه و ورکړی.
د هلمند د دغه رياست د پلان او برنامو مدير سيد رفيع الله قلم وايي: په مرکز لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې د خرماوو پخوانۍ ونې په مسلکي او فني توګه پيوند او القاح شوې، چې له کبله يې سږ د دغه ولايت د خرماوو حاصلات هم په بې سارې کچه ډېر ول.
سيد رفيع الله قلم زياتوي: دا چې د هلمند آب و هوا د خُرماوو د تروبج لپاره مناسبه ده، نو په همدې سبب د خُرماوو بڼوالانو ته عامه پوهاوی او د ښې روزنې او پالنې، لارې چارې ور وښودل شوې.
د هغه په خبره، کروندګر به وهڅوي او مرسته به ورسره وکړي، تر څو په مرکز او ولسواليو کې د خُرماوو ترويج، پالنې او حاصلاتو زياتولو ته پاملرنه وکړي.
د آبياري او کرنې رياست دا چارواکی وايي: د دوی د خُرماوو امتحاني بڼونو هم ښه نتيجه ورکړې ده او په پلان کې ده، چې کروندګرو ته په ۲۵ جريبونو کې د خُرماوو سوداګريز بڼونه جوړ کړي، چې له هغې وروسته به دا پروسه د مرکز لښکرګاه په شمول ټول ولايت ته پراخه کړي.
د خُرماوو عام باغداران هم د خُرماوو سږنيو حاصلاتو ته ډېر خوښ دي. يو تن، چې په اېران کې يې د خُرماوو په باغونو کې ۲۵ کاله تېر کړي، وايي: غواړم خپله ټوله ځمکه د خُرماوو په باغ واړوم، ما په اېران کې زده کړي چې خُرما خورا ښه ګټه لري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button