پر ننګرهار محبس د داعش ډلې برید ارګ او سپیدار ماڼیو هم وغانده؟

عزم دوشنبه ۱۳زمری، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې داعش ډلې د ننګرهار پر محبس اوږدمهالی خونړی برید ترسره کړ، په غبرګون کې یې اشرف غني او ډاکټر عبدالله هم دا برید غندلی او د “وحشیانه عمل” بللو ترڅنګ یې په سختو ټکو غندلی هم دی.

په داسې حال کې چې ارګ د طالبانو پر ضد د داعش ډلې د اکمال، تمویل او پناه ورکولو مخینه له ځانه سره لري او په دغه برید کې هم د پړې ګوته د ارګ نږدې کس او د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار ته نیول کیږي، څوک چې تیر کې یې د داعش ډلې د مشرتابه نوم درلوده او د محبس آمر یې هم څو ورځې وړاندې په خپله ټاکلی وه؛ خو ارګ په خپله اعلامیه کې بیا هم دا برید “بشري جنایت” بللی او ویلي یې دي چې«د نېکمرغه لوی اختر په ورځو کې چې د مسلمانانو د خوښۍ او مهربانۍ ورځې دي، د تروریستي بریدونو ترسره کول، له دیني او انساني اصولو سره په ټکر کې دي»

ډاکټر عبدالله بیا دا برید “د هیواد د دښمنانو؟ “کار بللی او له اړوندو مسؤلینو یې غوښتي چې د دې وحشیانه برید هر اړخیزه څیړنه وکړي او معلومات یې له ولس سره شریک کړي.

عبدالله ویلي، دغه ډول وحشیانه بریدونه به زموږ حوصله کمه نکړي او نه به مو د سولې په برخه کې پام کم کړي؛ بلکې لا به مو د دې وطن د دښمن پر وړاندې منسجم کړي او د سولې په برخه کې به خپل کارونه لا چټک کړو

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button