پاکستان کې افغان سفارت: له کابله قاچاق شوي وینټلاټورونه پیښور کې دي

عزم سه شنبه ۱۴زمری، ۱۳۹۹):د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې د افغان سفارت مسؤلینو ویلي، هغه ۳۲وینټلاټورونه یې موندلي چې له کابل څخه د دولتي چارواکو په مټ پاکستان ته قاچاق شوي وه.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه وینټلاټورونه پیښور ښار کې د ۸ زرو امریکايي ډالرو په بدل کې پلورل کېږي.

افغان سفارت بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې ویلي، هغه مالومات چې د قاچاقچیانو استازو له سفارت سره شریک کړي، ښکاره کوي چې هماغه ۳۲ وېنټلاټورونه چې له افغانستان سره مرسته شوي، پېښور کې پلورل کېږي.


د یادونې وړ ده چې تیره میاشت پژواک خبري اژانس د حکومتي چارواکو د نورو مالي فسادونو ترڅنګ دا هم په ډاګه کړه چې په پټه یې هغه مرسته شوي وینټلاټورونه پر پاکستان هیواد پلورلي، چې د کرونا ناروغي پرمهال له روغتیا وزارت سره مرسته شوي وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button